تازه خبرونه
ګاونډ هېوادونه باید د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي – اسلامي امارت
ګنډاپور د فډرالي حکومت دا پرېکړه د بېرته ستنولو پالیسي لپاره “غیر انساني او ظالمانه” یاده کړه.
د کډوالو ستونزو ته د لاسرسي عالي کمیسیون ناسته د رییسالوزراء د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي پر مشرۍ ترسره شوه.
په دې ناسته کې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د دې کمیسیون د لاسته راوړنو او راتلونکو ګامونو د بیاکتنې پرمهال په هېواد کې د راستنېدونکو سوداګرو لپاره د پانګونې اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وشو. له ګاونډ هېوادونو وغوښتل شول، چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو مخه ونیسي او د راستنیدو لپاره یې یو ګډ میکانیزم جوړ کړي.
له نړیوالو ټولنو هم غوښتل شوي، چې د کډوالو د حقونو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د دې ناستې په پای کې اسلامي امارت ډاډ ورکړ، چې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره به خپلې هڅې جاري ساتي.
دغه راز د خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ د افغان کډوالو په اړه د اسلامآباد پالیسي ستونزمنه ده او پدې ډول سیاست په تېرو وختونو کې له بشري حقونو سرغړونه شوې ده.
د خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د هغه حکومت به پرېکړه وکړي، چې آیا د مارچ له یودېرشمې وروسته به په دې ولایت کې د میشتو افغانانو د ایستلو لپاره د اسلام آباد لارښوونې ومني او که نه.
فډرالي حکومت له افغان وګړو څخه غوښتي، چې د مارچ تر پایه پورې په خپله خوښه له پاکستان څخه ووځي، چې له دې نېټې وروسته به دوی له پاکستان څخه وشړل شي.
ګنډاپور د فډرالي حکومت دا پرېکړه د بېرته ستنولو پالیسي لپاره “غیر انساني او ظالمانه” یاده کړه.
هغه ويلي: “زه د فډرالي حکومت د پالیسۍ له مخې د افغانانو د بېرته ستنېدو پلوي نهیم.”
د ډان نیوز د راپور له مخې، ګنداپور ویلي، چې هغه به د خیبر پښتونخوا د اجرائیوي رییس په توګه د مارچ تر یودېرشمې پورې پرېکړه وکړي، چې آیا افغانان باید جبري وایستل شي یا نه.
هغه زیاته کړې: “زه به پرېکړه وکړم، چې څه زما لپاره مناسب دي؛ د خیبر پښتونخوا د کلتور او دودونو سره سم دي.”
هغه وایي؛ دا “تېروتنه او غیر انساني” دي، چې افغانان پر زور بېرته خپل هېواد ته پرته له کوم ترتیب واستول شي.
په داسې وخت کې د افغانانو جبري بېرته ستنول، چې په خپل هېواد کې یې هیڅ اسانتیا نلرله “له اساسي بشري حقونو سرغړونه” وه.
د ډان نیوز د راپور له مخې: ګنداپور ویلي، چې فډرالي حکومت ورسره پدې مسله اړیکه نده نیولې او کله، چې هغه له افغانستان سره د خبرو اترو وړاندیز وکړ؛ نو پرې نیوکه شوې وه.
په دې وروستیو کې ګنداپور ویلي، چې دولت او مسوول بنسټونه په خیبر پښتونخوا کې د شخړې د زیاتېدو مسوول دي.