تازه خبرونه

یوناما او کورنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار څرګند کړ

Published

on

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز د کورنیو چارو وزارت له چارسمبالي سراج الدین حقاني او عبدالله عبدالله سره په بېلا بېلو کتنو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ.

دیبرا لاینز تېره شپه (شنبه د غبرګولي ۲۱) ټویټ کړی، چې د کورنیو چارو وزارت له چارسمبالي سراج الدین حقاني سره یې په لیدنه کې له ترهګرۍ او نشه‎يي توکو سره پر مبارزې او د بشري مرستو په برخه کې د هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې د ماموریت د پای ته رسېدو په اړه یوه خبرپاڼه خپره کړې او د افغانستان له حکومت سره یې د هغې له کار او اړیکو ستاینه کړې ده.

میرمن دیبرا لاینز ویلي، چې د تېر حکومت د ملي پخلاینې له پخواني مشر عبدالله عبدالله سره یې په لیدنه کې د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزه او د افغانستان په سوله او ثبات کې د سیمې د رول په اړه خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د دیبرا لاینز ماموریت پای ته رسېدلی دی.

Trending

Exit mobile version