تازه خبرونه
یوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
یوناما ټینګار کوي، چې بشري حقونه یوازې خلاصې مفکورې ندي، بلکې هغه شرایط دي، چې یو معنا لرونکی ژوند؛ ښوونه، روغتیا، کار، د بیان آزادي او په ټولنه کې د ګډون لپاره لاسرسی برابروي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما د بشري حقونو نړیواله ورځ د افغانانو د اساسي آزادیو او اساسي حقونو د ساتنې د اړتیا پر تکرارولو ونمانځله او څرګندوي، چې بشري حقونه د خلکو د وقار، فرصت او امنیت لپاره “ورځنۍ اړتیاوې” دي.
یوناما ټینګار کوي، چې بشري حقونه یوازې خلاصې مفکورې ندي، بلکې هغه شرایط دي، چې یو معنا لرونکی ژوند؛ ښوونه، روغتیا، کار، د بیان آزادي او په ټولنه کې د ګډون لپاره لاسرسی برابروي.
یوناما خبرداری ورکړی، چې ډېری افغانان اوس هم له دې اساسي حقونو څخه بې برخې دي. په ځانګړي توګه له شپږم ټولګي پورته نجونې او ښځې د زدهکړې، کارموندنې او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي، چې سربېره پر دې د هېواد اوږدمهاله امکانات هم اغېزمن کوي.
په افغانستان کې د یوناما سرپرسته جورجټ ګانیون ویلي: “ښځې او نجونې د روغتیا، کار او په ټولنیز ژوند کې د ګډون په څېر ورته برخو کې له سختو بندیزونو سره مخ دي، چې د دوی اساسي حقونه او د هېواد راتلونکی کمزوری کوي. روغتیایي چوپړ ته کمزوری لاسرسی کورنۍ زیانمنوي او ګاونډیان بې واکه کوي. ډېری افغانان په غیر ارادي ډول هېواد ته راستنیږي.”
یوناما ټینګار کړی، چې افغان چارواکي باید د نړیوالو بشري حقونو له مکلفیتونو سره د مطابقت لپاره عملي ګامونه پورته کړي؛ ځکه، چې له بشري حقونو سره مطابقت نه یوازې قانوني دنده ده، بلکې د سولې، پرمختګ او عامه باور لپاره عملي لار هم ده. یوناما له افغان چارواکو، بنسټونو او نړیوالو همکارانو غوښتي، چې بشري حقونه د هېواد د ثبات اوهیلې د لارې بنسټ جوړ کړي.
دا ورځ په داسې وخت کې راځي، چې د بشري حقونو مسله د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ یوه نا حل شوې مسله پاتې ده او د اوسني حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره یو له اساسي شرایطو ګڼل کیږي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي؛ افغانستان د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د بشري حقونو درناوي ته ژمن دی.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په ۱۹۴۸ کال کې د بشري حقونو نړیواله اعلامیه تصویب کړې، چې د ټولو انسانانو اساسي حقونه او آزادۍ پر رسمیت وپېژندل شي او له هغه وخت راپدېخوا دا ورځ په ټوله نړۍ کې د عدالت او مساوات لپاره د مبارزې د څلي په توګه پېژندل شوې ده.
