تازه خبرونه

یوناما د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې بندولو غوښتنه وکړه

د سې‌شنبې پر ورځ (د کب دولسمه) یوناما د جګړې له ټولو ښکېلو خواوو وغوښتل، چې د نړیوال قانون، په ځانګړي توګه د بشري قانون له مخې خپل مکلفیتونه مراعات کړي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د افغان او پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړې د سمدستي بندولو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې پرله‌پسې تاوتریخوالی په سیمه کې روان بشري وضعیت نور هم خرابوي.

د سې‌شنبې پر ورځ (د کب دولسمه) یوناما د جګړې له ټولو ښکېلو خواوو وغوښتل، چې د نړیوال قانون، په ځانګړي توګه د بشري قانون له مخې خپل مکلفیتونه مراعات کړي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.

دا بنسټ، چې د ملکي وګړو د مرګ او ژوبلې پېښې ثبتوي؛ د بې ځایه کېدا او په مرستو رسولو کې د خنډونو له زیاتوالي راپور ورکوي.

د یوناما د څرګندونو له مخې؛ د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له شپږویشتمې څخه د مارچ تر دوه‌یمې پورې په ټول افغانستان کې لږ تر لږه ۱۴۶ ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې، چې ۴۲ کسان وژل شوي او ۱۰۴ نور ټپیان دي، چې په کې ښځې او ماشومان هم شته.

د یوناما د څرګندونو له مخې؛ دا تلفات د فرضي ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو ترمنځ د نښتو او همدارنګه په ځینو ولایتونو کې د هوایي بریدونو له کبله ثبت شوي، چې پکتیکا او ننګرهار هم رانغاړي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) هم راپور ورکړی، چې په پېنځه ولایتونو کې شاوخوا ۱۶زره ۴۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي. د جګړې له کبله رامنځته شوي محدودیتونو د مرستو رسولو بهیر له ننګونو سره مخ کړی او له پاکستان څخه راستنېدونکي افغان کډوال یې نور هم زیانمن کړي دي.

یوناما ټینګار کړی، چې د نورو ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د جګړې سمدستي بندول او د مرستندویه ادارو لپاره بې خنډه لاسرسی اړین دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد ملي دفاع وزارت ویلي؛ “د پاکستان د پوځي رژیم په بریدونو کې ۳۷ کورونه بشپړه ویجاړ شوي، ۲۱۶ کورونه جزوي ویجاړ دي، ۱۲ دوکانونه، ۱۹ جوماتونه، یو کلینیک او یو ښوونځی بوره او جزوي ویجاړ شوي او له ۸۰۰۰ څخه ډېر ملکي وګړي بې ځایه شوي دي.”

Trending

Exit mobile version