تازه خبرونه
یوناما د افغانستان په اړه د م.م له پرېکړه لیک هرکلی څرګند کړ
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) له افغانستان سره د بشري مرستو په ترسره کولو کې د آسانتیاوو برابرولو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیک هرکلی کړی دی.
یوناما زیاته کړې: ملګري ملتونه پر اوسنیو چارواکو او نړیوالې ټولنې غږ کوي، چې د پراخ اقتصادي بحران د بدو اغېزو د مخنیوي لپاره دې د افغانانو اړتیاوو او حقونو ته ډېر پام راواړوي او په دې اړه دې بېړنۍ هڅې ترسره کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون (چارشنبه د مرغومي لومړۍ) په متفقه توګه افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د آسانتیاوو برابرولو لپاره د امریکا لخوا وړاندیز شوی پرېکړه لیک پر ډېرو رایو تصویب کړ.
په پرېکړه ليک کې راغلي، چې ملګري ملتونه افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو له بهیر ملاتړ کوي؛ خو دغو مرستو ته د اسلامي امارت د لاسرسي مخیوی کوي.
په پرېکړه لیک کې راغلي: د پیسو تادیه، مالي شتمنیو یا اقتصادي سرچینو، د اړتیا وړ توکو، خدماتو چمتو کولو، ملاتړ او لیږدولو ته اجازه ورکول کیږي، چې دا د طالبانو ( اسلامي امارت) پر ادارې له لګول شويو بندیزونو سرغړونه نده.
د پریکړه لیک په تعقیب، په ملګرو ملتونو کې د چین استازي ویلي، چې افغانستان په یوه داسې پړاو کې دی، چې ورسره بشري مرستې باید سیاسي یا مشروطې نشي.
په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي جانګ جون ویلي؛ د افغانستان اوسنی وضعیت له یوه مهم پړاو سره مخ دی، چې بېلابېلې ننګونې لري. دمګړۍ اړتیا داده، چې افغانستان ته بېړنۍ بشري مرستې برابرې کړو او د دغه هېواد اقتصاد له سقوط وژغورو.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازي مرستیال افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو پر جدي څارنې ټینګار کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازي مرستیال جیفري ډیلارونټیس ویلي: دا د ملګرو ملتونو د بندیزونوملړدی، چې باید په هرو شپږ میاشتو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته راپور ورکړ شي.
دا معلومات ستونزمن دي، چې د مرستې رسولو بهیر وڅارل شي؛ ځکه باید پوه شو، چې مرستې اړو کسانو ته رسيږي.
همدارنګه د امریکا د خزانې وزارت درې عامه جوازونه صادر کړي، چې له مخې یې په افغانستان کې اړو خلکو ته بشري او نورې مرستې رسېدلی شي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې د نوي افغان حکومت پر ضد بندیزونه اوس هم پر ځای دي.
د خزانې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د طالبانو پر ضد له بندیزونو سره سره، د دې اجازې له مخې د امریکا حکومت، نړیوالو سازمانونه او نادولتي موسسې کولی شي، چې په افغانستان کې فعالیت وکړي او اړمنو خلکو ته بشري مرستې ورسوي.
د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک له تصویب او د امریکا لخوا د بشردوستانه مرستو جواز له صادریدو څخه د هرکلي ترڅنګ غواړي، چې د اسلامي امارت پر مشرانو لګېدلي بندیزونه لرې او د افغانانو د کنګل شویو پیسو د آزادېدو لپاره کوټلي ګامونه پورته شي.
