تازه خبرونه
یوناما په کابل کې د کرنې برخې ته د پانګونې د راجلبولو لپاره غونډه کوي
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په کابل کې کرنیزې برخې ته د پانګونې د جلبولو لپاره یوه لویه غونډه جوړوي.
ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې د یوناما چارواکي، د نړیوالو موسسو استازي، د خصوصي سکتور استازي، سکتوري وزارتونه او د بانکونو استازي ګډون وکړي.
د کرنې وزارت مسوولینو ويلي، چې په دې کنفرانس کې به پانګوال، د خصوصي بانکونو په ګډون ځیني مرستیندویه بنسټونه هم برخه ولري.
د کرني او مالدارۍ وزارت مرستیال مصباح الدین مستعین ویلي؛ تر راتلونکیو دوه ورځو به په کابل کې د کرنې د سکتور د پیاوړتیا لپاره یو کنفرانس جوړ شی، چې په هغه کې به د سکتوري وزارتونو د استازيو په ګډون خصوصي سکتور هم برخه ولري. له دې ناستې هدف داده، چې باید د افغانستان کرنیز نظام غښتلی شي.
د خصوصي سکتور غړي هم وايي، چې په افغانستان کې پر کرنیز سکتور د پانګونې لپاره لوړ ظرفیت شته، چې د پانګونې د جذب لپاره باید د نړیوالو مالي بنسټونو پر همکارۍ کنفرا نسونه،غونډې او نندارتونونه تر سره شي. د خصوصي سکتور غړي د کرنې د سکتور د پیاوړتیا لپاره د جوړېدونکي کنفرانس د ملاتړ ترڅنګ داسې غونډې د هېواد اقتصادي لپاره مهمې بولي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خیرالدین مایل ویلي؛ زمونږ په هېواد کې د کرنې د سکتور د پراختیا لپاره لوړظرفیت شتون لري او همداراز داسې کنفرانسونه کولی شي، چې خصوصي سکتور د کرنې، مالدرۍ، فارم دارۍ، بڼوالۍ په سکتور کې د پانګونې لپاره وهڅوي.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم وايي، چې د هېواد نږدې اتیا سلنه خلک په کرنه او مالدارۍ کې بوخت دي او همداراز نږدې شپېته سلنه هېوادوال له زارعت او مالدارۍ څخه د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي. داسې کنفرانسونه کولی شي د هېواد اقتصاد او کرنیز نظام لپاره ګټور تمام شي .
د اقتصادي چارو شنونکی شبیر بشیري ویلي: د یوناما لهخوا له کرنیز سکتور څخه د ملاتړ لپاره داسې کنفرانسونه کولي شي په هېواد کې پر کرنیز سکتور پانګونه زیاته کړي. هیله ده، چې له دا سې غونډو څخه د کرنې وزارت او په ټوله کې سکتوري بنسټونه پوره ګټه پورته کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په داسې حال کې د کرنېنیزې پیاوړتیا دکنفرانس له جوړېدو خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې د ریاست الوزرا مرستیالانو و یلي وه، چې اسلامي امارت په هېواد کې د نشهيي توکو کښت او کارو بار بند کړي؛ خو له بزګرانو سره د بدیل معیشت په اړه د نړیوالو بنسټونو لهخوا تر اوسه هیڅ مرسته او همکاري نهده شوې.