تازه خبرونه

یونان د افغان مهاجرو د ورتګ له وېرې پخپله پوله باړه بشپړه کړه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۳۰, ۱۴۰۰)

یونان د جمعې پر ورځ په ډاګه کړې، چې له ترکیې سره یې پخپله طبیعي پوله ۴۰ کیلو مټره باړه بشپړه کړې او د څارنې د نوي سیسټم د رامنځته کولو هڅې یې روانې دي؛ ځکه، چې د طالبانو لخوا د افغانستان له نیولو وروسته اروپا ته د مهاجرو د شمېر ډېرېدو اندېښنې را منځته کړې دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د وروستيو بدلونونو له رامنځته کېدو سره سم په اروپا کې د ۲۰۱۵ کال د کډوالو د کړکیچ د بیا راپورته کیدو وېره رامنځته شوې، چې د منځني ختیځ او نورو ګاونډ هېوادونو نږدې یو میلیون خلک د ترکیې له لارې یونان او بیا اروپایي هېوادونو ته ورتېر شوي وه.

د یونان سرحدي ځواکونو خبرداری ورکړی، چې هېواد یې د دې بحران په لومړۍ لیکه کې دی او غواړي دا ډاډ تر لاسه کړي، چې بیا به ترې اروپا ته د تګ دروازه نه جوړیږي.

د یونان دفاع وزیر نیکوس پانګیوتوپولوس، د وګړیو د ژغورنې وزیر او یو شمېر نورو پوځي چارواکو له پولې څخه د لیدنې پرمهال ویلي؛ له هېواده بهر بدلونونو ته په پاملرنه مونږ د څارنې او خوندیتوب پیاوړي سیسټمونه څېړلي او چارې پرې ګړندۍ روانې دي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ دغو دوه وزیرانو له ترکیې سره د سیند په اوږدو کې پر پوله د جوړې شوې باړې او اغزن تار له غزولو، چې تېر کال پیل شوي وه او اوس د برښنایي سیسټم د څارنې له لارې پلی او بشپړ شوی؛ لیدنه وکړه.

ټاکل شوې وه، چې د یونان لومړی وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس د جمعې پر ورځ د ترکیې له ولسمشر طیب اردوغان سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.

د ترکیې ولسمشراردوغان د پنجشنبې پر ورځ ویلي وه، چې ترکیې هم له ایران سره په خپله پوله کې داسې هڅې تر سره کړي، چې هېواد به یې د اروپا د مهاجرو د ذخیره کولو مرکز نشي.

Trending

Exit mobile version