تازه خبرونه
یوه بریتانوي افغانستان ته د سیاحت وړاندیز وکړ
(Last Updated On: غویی ۳۱, ۱۴۰۲)
دیلي میل راپور ورکړی، چې یو بریتانوي افغانستان ته په داسې حال کې د سیاحتي رخصتیو وړاندیز کړی، چې د انګلستان حکومت دې هېواد ته د سفر نه کولو سپارښتنه کړې ده.
کمره مین جو شفر د خپل شرکت Safarat Tours له لارې، چې له خپل پخواني همکار نوري قدرت الله سره یې جوړه کړې؛ د سیاحت او ګرخندوی لپاره له هر کس ۴۰۰۰ پونده ترلاسه کوي.
دې شرکت د تېر اکتوبر په میاشت کې د خپلو سیلانیانو لومړۍ ډله افغانستان ته راورسولې.
شفر وايي، چې په راتلونکیو اوونیو کې به یوه لویه ډله د ګرځندویانو دې هېواد ته سفر وکړي.
هغه ویلي؛ که څه هم بهرنيو چارو وزارت سپارښتنې کړي؛ خو مونږ له مشورې پرته د بیمې پوښ د ترلاسه کړو.
شفر ویلي، د سفر موخه مو د افغانستان د سویل ( کندهار او هلمند) لیدنه ده.
هغه نیت لري، چې په مني کې د یو لوی ګروپ په ګډون د نیویارک تایمز یو انځورګر هم له ځان سره ولري.