سیمه ییز خبرونه
یوه ناڅرګند پاکستاني د ترکیې او سوریې د زلزله ځپلیو لپاره د ۳۰ میلیون دالرو مرسته وکړه
خبري آژانسونو د شنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ یو ناڅرګند پاکستانی په امریکا کې د ترکیې سفارت ته ورغلی او د ترکیې او سوریې د زلزله ځپلیو لپاره یې د ۳۰ میلیون دالرو مرسته وکړه.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تویت کړی، چې د دغه سړي له بېلګې او سخاوته پوره اغېزمن شوی دی.
هغه زیاته کړې: دا د انسان دوستۍ داسې عالي کړنه وه، چې انسانیت ته یې پر ناشونو ستونزو د بري ډاډ ورکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې په یادو دوه هېوادونو کې له زلزلې لږ تر لږه ۲۹۰۰۰ کسان مړه دي، زرګونه نور ټپیان او کورونه یې ویجاړ شوي دي.