تازه خبرونه

یوې مور له کابله د تېښتې پرمهال په پوځي الوتکه کې ماشوم وزېږاوه

Published

on

Last Updated on: وږی ۱, ۱۴۰۰

د امریکا پوځي چارواکو ویلي، یوې افغان میرمنې له کابل هوایي ډګره له وتلو وروسته د امریکا په یوه پوځي الوتکه کې د جرمني رامسټاین هوایي اډې ته د سفر پر مهال ماشوم زېږولی دی.

د امریکا هوایي پوځ د ټویټ له مخې؛ د زېږون پر مهال د مور وضعیت د اندېښنې وړ و؛ خو د الوتکې پیلوټ الوتکه ټیټې کچې ته راکښته کړه او ورسره دننه هوایي فشار تر څارنې لاندې د ډاډ وړ او له کبله یې د مور ژوند وژغورل شو.

تېره یکشنبه د اشرف غني له تېښتې وروسته او بیا پر کابل ښار د طالبانو له حاکمیت وروسته د هوایي ډګر دننه او بهر په ډېر شمېر کسان راټول شول او هڅه پیل شوه، چې له افغانستان ووځي. په داسې حال کې، چې طالبانو ویلي؛ له هیچا غچ نه اخلي او افغانان اړ ندي، چې له هېواده ووځي.

د امریکا پوځ دا مهال د کابل هوایي ډګر چارې او د افغانستان هوایي چلن سمبالوي.

سپینې ماڼۍ د شنبې پر ورځ وویل، تر اوسه ۱۸ زره کسان د امریکایي پوځ لخوا له کابله ایستل شوي او د اګست تر پایه به ټول امریکایي پوځيان او ملکي همکاران له افغانستان وایستل شي.

ویل کېږي چې مور او ماشومه نجلۍ نږدې روغتون ته لیږدول شوي او په ښه روغتیایي حالت کې دي.

Trending

Exit mobile version