سوداگري
یوې چینایي کمپنۍ په افغانستان کې پر موټر جوړولو د ۵۰ میلیون ډالرو پانګونه اعلان کړه
د دې شرکت یوه استازي د صنایعو او سوداګرۍ وزارت له مرستیال احمدالله زاهد سره په یوه کتنه کې ویلي، چې دا شرکت غواړي په افغانستان کې د موټرو د تولید لپاره په درې نیمو کلونو کې ۵۰ میلیون ډالر پانګونه وکړي.
د چین د موټرو جوړولو د دونګفنګ ایدي موټرو شرکت په افغانستان کې د ۵۰ میلیون ډالرو پانګونې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
د دې شرکت یوه استازي د صنایعو او سوداګرۍ وزارت له مرستیال احمدالله زاهد سره په یوه کتنه کې ویلي، چې دا شرکت غواړي په افغانستان کې د موټرو د تولید لپاره په درې نیمو کلونو کې ۵۰ میلیون ډالر پانګونه وکړي.
دغه راز څرګندوي، چې په دې څلورپړاویزه پانګونه کې به په کال کې دوه زره موټر تولید شي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مرستیال په هېواد کې د پانګونې لپاره د د دې شرکت له لېوالتیا هرکلی وکړ او افغانستان یې له مناسبې ګټې سره د پانګونې لپاره یو له خوندي او ډاډمنو ځایونو څخه وباله.
احمدالله زاهد ډاډ ورکړ، چې له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره به یو شان چلند وشي او بشپړ ملاتړ به ترلاسه کړي.
د دونګفنګ ایدي موټرو شرکت استازي ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې به د دې شرکت له پانګونې له ۵۰۰ څخه تر ۷۰۰ افغانانو ته د کار زمینه هم رامنخته شي.
هغه ويلي، چې په دې شرکت کې به چتک او باربري موټر، امبولانسونه او بسونه تولید شي.