د هوا حالاتو بدلونونه
یوې ۶.۲ درجې زلزلې استانبول ولړزاوه
د ترکیې د ناورین او بېړني حالت د مدیریت ټولنې د څرګندونې له مخې؛ دې زلزلې د استانبول ښار، چې ۱۶ میلیون خلک په کې اوسېږي؛ ولړزاوه، چې په وروستیو کلونو کې تر ټولو قوي زلزله ده.
د چارشنبې پر ورځ د استانبول ښار د ریښټر پر کچه ۶.۲ درجې زلزلې ولړزاوه.
د ترکیې د ناورین او بېړني حالت د مدیریت ټولنې د څرګندونې له مخې؛ دې زلزلې د استانبول ښار، چې ۱۶ میلیون خلک په کې اوسېږي؛ ولړزاوه، چې په وروستیو کلونو کې تر ټولو قوي زلزله ده.
رویټرز راپور ورکړی، چې تر دې دمه د زلزلې له کبله د زیانونو راپور نه دی ورکړ شوی؛ خو خلک له ودانیو څخه ایستل شوي دي.
د زلزلې مرکز، چې د غرمې پر ۱۲:۴۹ رامنځته شوه؛ پېښه د استانبول لویدیځ ته شاوخوا ۸۰ کیلومټره لرې په سیلیوري سیمه کې رامنځته شوه. د هغې ژوروالی ۶.۹۲ کیلومټره اعلان شوی دی.
د ټي جي آر ټي ټلویزیوني شبکې راپور ورکړی، چې د زلزلې پرمهال یو کس له بالکون څخه د ټوپ له کبله ټپي شوی دی. دا پېښه په داسې ورځ رامنځته شوه، چې په ترکیه کې عامه رخصتي وه.
د ترکیې د ناورین او بېړني حالت مدیریت ادارې د سیمې اوسیدونکو ته خبرداری ورکړ، چې زیانمنو شویو ودانیو ته له ننوتلو ډډه وکړي.
د جرمني د زلزلې پېژندنې څېړنیز مرکز (GFZ) هم اعلان وکړ، چې د زلزلې شدت ریښتر پرکچه ۶۰۲ و او ژوروالی یې ۱۰ کیلومټره و.
