روغتيا

یو بنګله‌دیشي شرکت افغانستان ته د درمل صادرولو اعلان وکړ

د دې شرکت په یوه خبرپاڼه کې راغلي؛ د دوی مدیره پلاوي له افغانستان میشتي سالار یوسفزي درمل جوړونکي شرکت سره د درملو د صادراتو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

Published

on

د بنګله‌دېش رسنیو راپور ورکړی، چې د انډو-بنګلا درمل جوړونکی شرکت غواړي، چې سږکال افغانستان ته خپل محصولات صادر کړي.

د دې شرکت په یوه خبرپاڼه کې راغلي؛ د دوی مدیره پلاوي له افغانستان میشتي سالار یوسفزي درمل جوړونکي شرکت سره د درملو د صادراتو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

د سالار یوسفزي فارما لمیټډ به په افغانستان کې د انډو-بنګله د ځانګړي استازي په توګه هم فعالیت کوي.

د دغه راپور له مخې؛ دا هوکړه لیک به ۱۵ کاله (له ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۴۰ پورې) د باور وړ وي او د دوه اړخیزې هوکړې له مخې غځېدی هم شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۵ کال په اپریل کې د افغانستان روغتیا وزارت چارسمبالی نور جلال جلالي د ازبکستان له سفیر سره د لوړ کیفیت لرونکو درملو د واردولو پر اړتیا خبرې کړي او د عامه خوندیتوب د ډاډمنولو لپاره یې د ټولو وارداتو د تنظیمولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې جلالي د روغتیا نړیوالې ټولنې(WHO)، نړیوال بانک، UNFPA، یونیسف او نورو ادارو له استازو سره لیدلي، چې د نړیوالو مرستو د راټولولو او د درملو د رسولو د باثباته زنځیرونو د خوندي کولو پر بېړني حالت ټینګار وکړي.

د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د عامې روغتیا وزارت د خدماتو ښه کولو او د افغانستان د روغتیا سیسټم لپاره د بهرنۍ مرستې د خوندي کولو په اړه د همغږۍ د بحث لپاره د ۱۴ نړیوالو بنسټونو کوربتوب وکړ.

دا تکراري غوښتنې د سیاسي او لوژسټیکي ننګونو سره سره، د نړیوالو روغتیایي همکاریو پراخولو په اړه د افغان حکومت ستراتیژیک تمرکز روښانه کوي.

Trending

Exit mobile version