سوداگري

یو ترکي شرکت د یتیم‌تاق پر سمنټو پانګونې ته چمتووالی څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: وری ۸, ۱۴۰۳)

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د ترکیې د ۷۷ شرکت له رییس سره وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت څرګنده کړې؛ په دې کتنه کې، چې پرون تر سره شوې د ۷۷ شرکت رییس د اسلامي امارت هڅې او لاسته راوړنې وستایلې او وړاندیز یې وکړ، چې غواړي د یتیم‌تاق سمنټو پروژې تړون لاسلیک او عملي چارې یې پیل کړي.

ویل کیږي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي د یتیم‌تاق سمنټو پروژې د تړون په لاسلیکولو کې د همکارۍ څرګندولو تر څنګ له یاد شرکت څخه د پروپوزل د وړاندې کولو، غوره ټولنیزو خدمتونو او چاپېریال ساتنې په برخه کې د اړوند ژمنو د پلي کېدا غوښتنه وکړه.

د کانونو او پترولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي په هېواد کې ۷۷ ساختماني ترکي شرکت مسوولینو د کانونو وزارت له رهبرۍ سره د لیدنې پرمهال ویلي، چې غواړي د جوز جان د یتم‌تاق د سیمې د سمنټو په کان کې پانګو نه وکړي، چې د کانونو وزارت هم ور سره د همکارۍ  ژمنه کړې ده.

د خصوصي سکټورغړي هم وایي، چې هېواد د سمنټو د تولید په برخه کې ښه وړتیا لري او په دې سکټور کې د پانګونې پراختیا کولی شي د کاري زمینو د رامنځته کولو ترڅنګ د عوایدو په پراختیا کې هم د پام وړ زیاتوالی رامنځته کړي.

د صنعتکارانو ټولنې رییس عبدالجبار ساپی ویلي، چې د ۷۷ ساختماني ترکې شرکت پانګونه کولی شي په زرګونه هېوادوالو ته د کار د زمینې د برابرولو ترڅنګ نور بهرني پانګوال هم د هېواد په کانونو کې د پانګونې او د کانونو په سکټور کې د شته ظرفیتونو په برخه کې وهڅوي.

ویل کیږي، چې هېواد به د سمنټو د تولید په سکتور کې ځان‌بسیاینې ته ورسیږي. له دې مخکې په کندهار، هرات او پروان ولاتیتونو کې هم پر لوړ ظرفیت د پانګونې بهیر پیل شوی دی.

Trending

Exit mobile version