تازه خبرونه

یو ودانیز شرکت د ننګرهار په کامه کې د اوبو لګولو او برښنا د تولید پر بند پانګونه کوي

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې هوکړه لیک له مخې به دغه شرکت پر یاد بند د پانګونې لپاره په ځانګړي توګه د بند د اوبو لګولو د سیستم د عصري کولو، ودې او پراختیا په برخه کې خپل فعالیتونه پیل کړي.

Published

on

د انرژۍ او اوبو وزارت په ننګرهار ولایت کې د اوبو لګولو له یوه ودانیز شرکت سره د کامې د اوبولګولو بند او برښنا د تولید پر پروژه د پانګونې په اړه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې هوکړه لیک له مخې به دغه شرکت پر یاد بند د پانګونې لپاره په ځانګړي توګه د بند د اوبو لګولو د سیستم د عصري کولو، ودې او پراختیا په برخه کې خپل فعالیتونه پیل کړي.

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت هم د ابن سینا د څیړنې او پراختیا له مرکز سره د همکارۍ له هوکړه لیک له لاسلیکولو خبر ورکړی دی.

د انرژۍ او اوبو وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې ټینګار کړی؛ اوس د دې وخت رارسېدلی، چې ټول افغانان د ساینسي څېړنو او په هېواد کې د انرژۍ د سکټور د پراختیا د نورو پروګرامونو د پلي کولو لپاره کار وکړي.

د یادولو ده، چې یاد مرکز به له انرژۍ او اوبو وزارت سره د انرژۍ د څیړنو مرکزونو د جوړولو، د اړتیا وړ وسایلو د برابرولو، د متخصصینو د روزلو، د برښنا د تولید په موخه د مشورو، پلانونو او وړاندیزونو د برابرولو په برخه کې همکاري کوي.

Trending

Exit mobile version