تازه خبرونه
۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د افغان ښځو او نجونو لپاره یو ستونزمن کال و
۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال په داسې حال کې پای ته رسیږي، چې د نجونو پر زدهکړو لګول شوي محدودیتونه لرې نشول او له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو او میرمنو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې نشوې.
۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د افغان ښځو او نجونو لپاره یو ستونزمن کال و، ځکه په دې کال کې دوی تمه درلوده، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې به د دوی پرمخ پرانستل شي او دوی به خپلو ټولګیو ته ستنې شي؛ خو له یو کال تمې وروسته هم د دوی دا هیله پوره نشوه او اسلامي امارت د دوی لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونه دروازې خلاصې نکړې.
د اسلامي امارت چارواکو په وار وار ویلي، چې د نجونو لپاره به د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو طرحه وروستۍ شي؛ خو تر اوسه وروستۍ شوې نده.
په بېلا بېلو ملي او نړیوالو ناستو کې غوښتل شوي: ښځو او نجونو ته دې اجازه ورکړ شي، چې کار او زدهکړو ته ستنې شي؛ خو د اسلامي امارت امر ثاني پخپل حال پاتې دی او په دې اړه بل حکم صادر نشو.
د ملګرو ملتونو او د نړۍ د هېوادونو استازو په ځلونو ټینګار کړی چې ښځو او نجونو ته دې د تعلیم حق ورکړ شي؛ خو اسلامي امارت یې غوښتنې منلې ندي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي: د ښځو او نجونو له حقونو ملاتړ زمونږ د بهرنۍ تګلارې برخه ده؛ په تېرو درې کلونو کې مو د ټولې نړۍ د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره تګلارې او پروګرامونه وړاندې کړي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څو څو ځله له رسنیو سره په ګڼو مرکو کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو په اړه خبرې کړي؛ خو دا یې ندي ویلي، چې د نجونو انتظار به کله پای ته رسیږي.
دغه راز پوهنتونونو او کار ته د نجونو او میرمنو پرتګ هم د بندیزونو یو کال کیږي؛ هیلې دادي، چې په نوي تعلیمي کال کې د نجونو او میرمنو د کار او زدهکړو په اړه د اسلامي امارت تګلاره بدلون وکړي او د افغان نجونو لپاره د تړلیو ښوونځیو د زدهګړو د پیل زنګ ووهل شي.