نړۍ
۳۷ چینایي او روسیې شرکتونه د امریکا د بندیزونو په تور نوملړ کې راغلل
Last Updated on: کب ۱۳, ۱۴۰۱
د امريکا د سوداګرۍ وزارت د پنجشنبې پر ورځ ( د کب یوولسمه) څرګنده کړې؛ امريکا ۳۷ شرکتونه د هغو فعاليتونو پر تور په تور نوملړ کې ونیول، چې د روسيې له پوځ سره مرسته، د چين له پوځه ملاتړ او په ميانمار او چين کې د بشري حقونو سرغړوونکیو ته اسانتياوې برابرې او يا هم په کې برخه اخلي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله تئا کیندلر ویلي؛ مونږ د هغو ادارو د پېژندلو هڅه کوو، چې د امریکا د ملي امنیت یا بهرنۍ پالیسۍ سره په ټکر کې وي.