تازه خبرونه

۷۹ سلنه افغانان د ځان تودولو له وسایلو بې برخې دي – ملګري ملتونه

Published

on

ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې په را روان ژمي کې ۷۹ سلنه افغانان د تودوخې وسایلو ته لاسرسی نلري.

الکساندر بودیروزا؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړیو صندوق مشر د چارشنبې پر ورځ (د لړم ۲۶ ) تویت کړی، چې د هېواد ۷۹ سلنه وګړي د تودوخې وسایلو ته لاسرسی نلري.

بودیروزا زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د وګړیو صندوق د ژمنیو مرستو کڅوړې پر زیانمنو کورنیو وېشي.

دا په داسې حال کې ده، چې بودیروزا څو ورځې وړاندې په دغه هېواد کې بشري ناورین ته په نغوته کې ویلي وه، چې ښځې او ماشومان د روغتیايي مرستو د کمښت له امله له سترګواښ سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version