تازه خبرونه
۷۹ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته مسترد شول

د افغانستان ستندرد ملي ادارې څرګنده کړې؛ دې ادارې د دوشنبې پر ورځ په اسلامکلا بندر کې د تېلو د ټیټ کیفیت ۷۹ ټانکرونه بېرته ایران ته اړولي دي.
دې ادارې ویلي؛ یاد بندر ته ۲ لکه ۷۷۳ زره ۱۲۵ لیتره تېل رالېږدول شوي وه، چې له لابراتوار وروسته بېرته مسترد شول.
د دې ادارې ویاند، عاشق الله وزیري ویلي، چې د یاد بنسټ کارمندان هر څخه پوره څاري او هیڅ ډول بې کیفیته تېلو ته به اجازه ورنهکړي، چې هېواد ته داخل شي.
ویل کیږي، چې یو شمېر نور تانکرونو تر کتنې لاندې دي.
تازه خبرونه
د اروپايي ټولنې او مرکزي آسیا سرمشریزې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت غوښتنه وکړه

د منځنۍ آسيا هېوادونو مشرانو او د اروپايي ټولنې مشر د جمعې پر ورځ د قرغزستان په چوپان اتا ښار کې سره وکتل او د یو لړ مسایلو تر څنګ یې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړولو خبرې وکړې.
د چوپان اتا په دې غونډه کې د قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان مشرانو او د ترکمنستان یوه پلاوي ګډون درلود.
د دوی د ګډې اعلامیې له مخې؛ د افغانستان په اړه د غونډې ګډونوالو د مخ پر خرابېدونکي وضعیت په اړه پر ګډو اندېښنو خبرې وکړې او پخپلو ژمنو یې یو ځل بیا ټینګار څرګند کړ. په اعلامیه کې راغلي؛ دوی د یوه باامنه، سولهییز، باثباته او سوکاله افغانستان په هیله دي.
دغه راز دې مشرانو په روانو سختو شرایطو کې د افغانستان له خلکو سره د نړیوالو قوانینو او نړیوالو منل شویو نورمونو او اصولو سره سم پر اصولي توګه د نړیوالې ټولنې مرستې او هڅې وستایلې.
ګډونوالو همداراز پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې ګړندۍ کړي او په اصولي ډول یې د افغانستان خلکو ته ورسوي.
دوی د یوه ټولګډونه او استازي حکومت د جوړولو پر اهمیت او د ټولو افغانانو په ځانګړي توګه د ښځو، نجونو او توکمیزو ډلو د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د ودې، پراختیا او درناوي پر اهمیت ټینګار وکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت چارواکو تل ټینګار کړی، چې حکومت ټولګډونه دی او له شریعت سره سم د ټولو خلکو بشري حقونو ته ژمن دی.
تازه خبرونه
په ننګرهار کې د داعش يو لوړپوړى قومندان ووژل شو

باختر دولتي خبري آژانس خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت ځانګړیو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعش یو لوپوړی قومندان له یوه ملګري سره وژلی دی.
باختر آژانس د داعش د دغه قومندان نوم تراب ياد کړي، چې په ځانګړیو عملياتو کې وژل شوى دى.
دغې سرچینې د سيمه ييزو چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ دغه عمليات د چارشنبې پر ماښام د ننګرهار ولايت د ښيوې ولسوالۍ په وچ تنګي کلي کې ترسره شوي دي.
تازه خبرونه
ریاست الوزرا د حکومتوالۍ د ښهوالي لپاره له چارواکو سره د لیدنې بهیر روان ساتلی

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا چارسمبالي مولوي عبدالکبیر د حکومتدارۍ د څارنې او ښهوالي لپاره هره ورځ وزیران، واليان او نظامي چارواکي د ځواب ویلو لپاره غوښتي او ورسره د اسلامي امارت پر سیاسي، اقتصادي او پوځي سیاست خبرې شوي دي.
مولوي عبدالکبیر، چې شپاړس ورځې وړاندې یې د ریاست الوزرا چارسمبالي ورسپارل شوې؛ هره ورځ عملاً د حکومتدارۍ بهیر څاري، له بهرنیو دیپلوماتانو سره د لیدنې ترڅنګ له یو شمېر سیاسي شخصیتونو، علمي کدرونو، قومي مشرانو او ورزشکارانو سره یې لیده کاته کړي دي.
د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال د مطبوعاتو او تشریفاتو رییس حسن حقیار ویلي؛ مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت د بهرني سیاست په اړه، چې یو متوازن او اقتصادي سیاست دی، پر بشپړ ټینګار د پلي کولو هڅې کوي.
-
تازه خبرونه4 days ago
یو شمېر ګړۍ د ایران او افغانستان سرحدي نښتو ته لمن وهي – ایران
-
نړۍ2 days ago
بې پیلوته الوتکو د روسیې د تېلو پر دوه چاڼځایونو برید وکړ
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days ago
په ۱۳ ولایتونو کې وروستیو اورښتونو۳۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
په سپين بولدک کې د باروړونکیو موټرو لپاره نارسمي لار پرانستل شوه
-
روغتيا4 days ago
د کندهار عینو مېنې روغتون له ایم آر آی او ایکس رے وسایلو برخمن شو
-
لوبی4 days ago
چینای سوپر کینګز د هند غوره لیګ اتلولي خپله کړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د پاکستان او روسیې تر منځ د سوداګرۍ دوه اړخیز بحري لېږد رالېږد پیل شو
-
سوداگري5 days ago
نړیوالو بازارونو ته د تازه میوو د صادراتو بهیر پیل شو