سیمه ییز خبرونه

آذربايجان افغان سوداگرو ته د ترانزيتي توكو د كوربتوب ډاډ څرگند كړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د آذربايجان د گمرك لوړ پوړي چارواكي وايي:

د دغه هېواد حكومت چمتو دى، چې له افغانستان سره همكاري ډېره كړي.

دوى وايي:

آذربايجان د آسيا او اروپا د اقتصادي اړيكو مركز دى او تل به د افغانستان د ترانزيتي او سوداگريزو توكو پرمخ پرانيستى وي.

د افغانستان ماليې وزارت هم له دغه هېواد سره د گمركي او سوداگريزو توكو د زياتوالي غوښتنه كوي.

د آذربايجان د گمركونو د عمومي رييس او د دغه هېواد د ولسمشر د سلاكار په مشرۍ  يو پلاوى كابل ته راغلى، چې د افغانستان گمركونه له نږدې وگوري.

ويل كيږي، چې د دې سفر اصلي موخه د سوداگرۍ او گمركونو په برخوكې  له افغان چارواكو سره  د همكارۍ د زياتوالي په اړه خبرې دي.

د آذربايجان د گمركونو عمومي كميتې رييس آيدين علي اف وايي:

د وريښمو د لارې د بيا فعالولو په برخه كې هڅې د دغه هېواد د حكومت يو لومړيتوب دى، چې  له نيكه مرغه افغانستان هم كولى شي له دې لارې گټه  پورته كړي.

ښاغلى آيدين علي اف څرگنده كړه، چې:

آذربايجان نه يوازې په اقتصادي برخه كې د همكارۍ زياتولو ته چمتو دى، بلكې غواړي له افغانستان سره په نورو برخو كې هم نږدې همكاري وكړي. زموږ سړكونه  د دې توان لري، چې د افغانستان سوداگريز او ترانزيتي توكي اروپا او له هغه ځاى څخه افغانستان ته وليږدوي او د سيمې د نورو هېوادونو په پرتله زموږ گمركي آسانتياوې هم غوره او هم له اروپا سره د نښليدو په برخه كې د افغانستان لپاره لنډه لار ده.

د افغانستان ماليې وزارت د گمركونو مرستيال سيد مبين شاه د افغانستان په اړه د آذربايجان حكومت له اقتصادي سياست هركلى كوي او وايي:

په نږدې وخت كې  به افغان ولسمشر تركمنستان ته سفر وكړي او د دې لارې د رسمي پرانيستو په موخه به هم خبرې وكړي.

ښاغلى سيد مبين شاه وايي:

په تېره يوه لسيزه كې د هغو ژمنو له مخې، چې د نړۍ او سيمې د هېوادونو په وړاندې يې لرو زموږ گمركونه هم په منل شويو معيارونو د برابريدو لپاره چمتو كيږي.

په همدې وخت كې آذربايجان د كابل په هوايي ډگر كې  د سوداگرو او مسافرو د  پوهاوي لپاره  دوه دستگاوې ودرولې. دا دستگاوې له مسافرو اوسوداگرو سره په دې برخه كې مرسته كوي، چې پوه شي څه ډول د خپلو سوداگريزو توكو ماليه  او گمركي محصول ماليې وزارت ته وسپاري.

ماليې وزارت وايي دا لومړى ځل دى، چې د بشپړو معلوماتو لرونكې دا ډول دستگاه د افغانستان د گمركونو په يوه څانگه كې درول كيږي.

Trending

Exit mobile version