تازه خبرونه

آذربایجان او آرمنیا په نګورنو قره باغ کې د مسکو په منځګړیتوب اوربند وکړ

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۹, ۱۳۹۹)

آرمنیا او آذربایجان د نګورنو قره باغ په ناندریزه سیمه کې له دوه اوونیو نښتو وروسته نن ( شنبه د تلې ۱۹) غرمه مهال په سیمه ییز وخت د روسیې په منځګړیتوب اوربند پلی کړ.

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو اوربند تائید کړی او څرګندوي، چې موخه ترې د بندیانو تبادله او د جګړې له ډګرونو څخه د خپلو عسکرو د مړو راټولول دي.

دواړو لوریو ویلي، چې د اور په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

دغه اوربند په ماسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف په مشرۍ له لس ګړیو خبرو اترو وروسته اعلان شوی دی.

دا لومړی ځل و، چې ترکیې د آرمنستان پر ضد له آذربایجان څخه سیاسي او پوځي ملاتړ کړی دی. په تېرو څو کلونو کې ترکیې آذربایجان ته د حارګرو الوتکو او توغندیو په ګډون پرمختللې وسلې چمتو کړي، چې بېلتون غوښتونکیو د نګورنو قره باغ په وروستیو جګړو کې کارولي دي.

د آرمنستان چارواکو ويلي؛ ترکیه په دې شخړه کې لاس لري او د آذربایجان د عسکرو تر څنګ د سوریې اجیران د جګړې لپاره رااستوي.

د فرانسې د خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ ترکیې سیمې ته د جنګیالیو لیږل رد کړي ، خو د سوریې د جګړې یوه څارونکي او د سوریې د اپوزیسیون درې فعالینو منلې، چې ترکیې په سوریه کې د سوریې د مخالفانو سلګونه جنګیالي د جګړې لپاره نګورنو قره باغ ته استولي دي.

Trending

Exit mobile version