تازه خبرونه

آذربایجان له افغانستان څخه وروستی وتونکی هېواد و-  امریکا

جي‌ډي ونس د امریکا د ولسمشر له‌خوا د آذربایجان ولسمشر او خلکو ته د درناوي د څرګندولو تر څنګ ویلي؛ د دواړو هېوادونو اړیکې « د همکارۍ او دوستۍ اړیکې دي، چې ښايي لږ ورته پاملرنه شوې وي؛ خو د امریکا لپاره ډېرې اړینې دي.»

Published

on

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس د آذربایجان له ولسمشر الهام علی‌اف سره د یوې ګډې خبري ناستې پر مهال د افغانستان په جګړه کې د باکو له ونډې مننه کړې ده.

جي‌ډي ونس د امریکا د ولسمشر له‌خوا د آذربایجان ولسمشر او خلکو ته د درناوي د څرګندولو تر څنګ ویلي؛ د دواړو هېوادونو اړیکې « د همکارۍ او دوستۍ اړیکې دي، چې ښايي لږ ورته پاملرنه شوې وي؛ خو د امریکا لپاره ډېرې اړینې دي.»

هغه زیاته کړې؛ ښايي ډېر امریکایان ونه‌پوهېږي، چې آذربایجاني ځواکونه له هغو وروستیو کسانو څخه ول، چې افغانستان یې پرېښود.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ آذربایجان «د تروریزم پر ضد نړیواله جګړه» کې د اړین ملاتړی رول لوبولی او ځواکونه یې په افغانستان کې د امریکا د سمندري ځواکونو تر څنګ جنګېدلي دي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال دا ټینګار هم کړی، چې واشنګټن غواړي له دې همکاریو مننه وکړي او د دواړو هېوادونو په اړیکو کې نوی پړاو پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا او آذربایجان په باکو کې د اقتصادي او امنیتي همکاریو په ګډون د سټراټیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړی دی.

Trending

Exit mobile version