سوداگري
آریانا افغان هوايي شرکت د افغانستان صادراتو او وارداتو ته پر ټیټو تعرفو آسانتیا برابروي
د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت الرحمن شرافت ويلي، چې د دې پرېکړې له پليکېدا سره به نړیوالو بازارونو ته د افغانستان تولیدات او محصولات د تازه او وچې میوو، زعفرانو، غالۍ او نورو کیفیت لرونکو محصولاتو په ګډون پر ټیټ لګښت د لېږد منظمه زمینه برابره شي. هغه زیاته کړې، چې دا اقدام به نه یوازې د صادراتو بهیر ګړندۍ کړي، بلکې د ملي اقتصاد په پیاوړتیا او له افغان سوداګرو په ملاتړ کې به هم اړین رول ولوبوي.
آریانا افغان هوايي شرکت څرګنده کړې، چې د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر د پرېکړې پر بنسټ به سر له نن (یکشنبه د لړم پېنځهویشتمه) څخه د کارګو الوتنو له لارې د صادراتو او وارداتو د لېږد رالېږد لپاره نوې او ټیټې تعرفې پلې کړي.
د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت الرحمن شرافت ويلي، چې د دې پرېکړې له پليکېدا سره به نړیوالو بازارونو ته د افغانستان تولیدات او محصولات د تازه او وچې میوو، زعفرانو، غالۍ او نورو کیفیت لرونکو محصولاتو په ګډون پر ټیټ لګښت د لېږد منظمه زمینه برابره شي. هغه زیاته کړې، چې دا اقدام به نه یوازې د صادراتو بهیر ګړندۍ کړي، بلکې د ملي اقتصاد په پیاوړتیا او له افغان سوداګرو په ملاتړ کې به هم اړین رول ولوبوي.
د آریانا افغان هوايي شرکت رییس زیاته کړې؛ پلان لرو، چې په راتلونکي کې دا بهیر پراخ او د نورو هېوادونو لپاره هم د سوداګریزو توکو د کم لګښته لېږد زمینه برابره شي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي، چې د هوايي دهلیز له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد لګښت کمول پر سوداګرۍ، ملي اقتصاد او کورني تولیداتو مثبت اغېز لري او سوداګریزې اړیکې به هم پیاوړې کړي.
یو شمېر اقتصادي کارپوهان د هوايي دهلیز جوړول د سوداګرۍ په وده کې مهم ګڼي او ټینګار کوي، چې له هوايي کارګو څخه ګټه اخیستل به د صادراتو او وارداتو بهیر چټک کړي.
دمګړۍ د افغانستان او پاکستان تر منځ د وروستیو کړکېچونو له کبله د دواړو هېوادونو سوداګري درېدلې ده. تېره اوونۍ د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په کابل کې یوې خبري غونډې ته د هېواد له سوداګرو وغوښتل، چې له پاکستان پرته د سوداګریزو لارو بدیلونه ولټوي.
له دې مخکې د پاکستان خصوصي سکټور اندېښنه ښودلې وه، چې افغانستان د پاکستان پر ځای ښه بدیلونه لري او اسلامآباد به له کابل څخه زیات د سوداګرۍ له درېدو زیان وویني.
دا په داسې حال کې ده، چې د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د سپارښتنې له مخې آریانا ته دنده سپارل شوې، چې هر کیلوګرام صادر شوي توکي پر یو ډالر او هر کیلوګرام وارد شوي توکي پر ۸۰ سینټو انتقال کړي.