تازه خبرونه

آریانا افغان هوایي شرکت د څلور نویو الوتکو د پېرلو هڅه کوي

Published

on

د آریانا افغان هوايي شرکت عمومي مشر ويلي؛ هڅه کوي، چې د اړتیاوو له مخې څلور نوې الوتکي را راوپېري.

د آیانا افغان هوايي شرکت مشررحمت الله آقا څرګنده کړې؛ په ۴ نویو الوتکو کې  به درې  مسافروړونکې او یوه به يي کارګو وي.

هغه زیاتوي، چې د څلور اولوتکو  لپاره يي څه باندې څلویښت میلیون امر یکايي ډالر په نظر کې نیولي.

نوموړي زیاته کړې؛ د یوې  مسافر وړونکي الوتکه د بېرلوبهیر مخ پر بشپړېدو دی.

هغه وایي: مونږ د آریانا افغان هوايي شرکت لپاره یوه مسافر وړونکې الوتکه، چې ۱۱۰ مسافرو د لېږدولو وړتیا لري د پېرلو بهیر یې پر بشپړېدو دی؛ درې نورې الو تکې هم پېرو، چې په کې به يي دوه مسافر وړونکې او یوه کارګو وي.

د اقتصادي  چارو کارپوه سید رحمان عمران  د افغانستان  په ملي اقتصاد کې د آریانا افغان هوايي شرکت فعالیت اړین بولي او زیاتوي؛ دا ملي  شرکت دی؛ په هره اندازه، چې د دې شرکت په وسیله زمونږ اړیکې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره زیاتې وي په هماغه اندازه مو له دې هېوادونو سره اقتصادي او سیاسي همکارۍ پرا ختیا پیدا کوي.

د خصوصي سکتور غړي هم  وايي؛ څومره، چې د آریانا افغان هوايي شرکت فعالیتونه ډېر او وړتیا يې  لوړه شي؛ هومره يي په ملي اقتصاد کې ونډه زیا تیدی شي.

Trending

Exit mobile version