تازه خبرونه

آریانا او آریانا نیوز د آسیا – اقیانوسیې راډیو ټلویزیونوني اتحادیې معتبرې کلنۍ جایزې خپلې کړې

لطف‌الله ستانکزی، معاون و رئیس بخش تجارتی تلویزیون آریانا و آریانانیوز گفت: «دو جایزه معتبر به دست آوردیم، یکی در بخش تنوع در محیط کاری و دوم در بخش پوشش خبرها مربوط مهاجرین می‌باشد.»

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۰, ۱۴۰۳

آریانا او آریانا نیوز ټلویزیوني شبکو د آسیا – اقیانوسیې خپرندویې اتحادیې (ABU) دوه له ویاړه ډکې کلنۍ جایزې ( په کاري چاپېریال کې تنوع او هېواد ته د جبري  مهاجرو د راستنېدو پراخ پوښښ ) ترلاسه کړې دي.

د آریانا راډیو ټلویزیون او آریانانیوز چارواکو د سې‌ شنبه پر ورځ( د لړم اتمه) د دې جایزې د ترلاسه کولو پر ویاړ په یو لړ مراسمو کې ویلي، چې دوی له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د جبري شړلو او د دې ټلویزیوني شبکې کارمندانو ته د خوندي چاپېریال برابرولو له کبله د دې اتحادیې کلنۍ جایزې ترلاسه کړې دي.

د آریانا ټلویزیون او آریانا نیوز د سوداګریزې څانګې مرستیال او مشر لطف الله ستانکزي ویلي: مونږ دوه معتبرې جایزې خپلې کړې؛ یوه یې د کاري چاپېریال د تنوع او دوه‌یمه یې د مهاجرینو اړوند خبري پوښښ په برخه کې دي. مونږ د آریانا راډیو ټلویزیون له همکارانو ډېر خوښ یوو او دا زمونږ د کار او کاري چاپېریال رښتینې ځلونه کوي. مونږ هیله من یوو، چې همکاران به په خپلو اړوند برخو او څانګو کې نور ډاډمن ګامونه هم واخلي.

د آریانانیوز خبریال مجیب الرحمن بهیر په دې مراسمو کې ویلي: مونږ دا جایزه حکومت ته د خلکو د دردونو د رسولو له لارې تر لاسه کړې ده. زما هغه سختې ورځې، چې کډوال مو له پاکستان څخه راغلل په یاد دي هغو سختې ورځې تېرې کړې؛ بل ځای نه‌وو، پاکستان په ډېر سخت حالت کې پرېکړه کړې وه او حکومت اړ و، چې لاسنیوی یې وکړي. رسنیو په ځانګړي توګه مونږ هڅه وکړه، چې هلته لاړ شوو او له هغه ځایه خپلې د دوه څانګو خپرونې پر ژوندۍ بڼه وړاندې او د کډوالو وضعیت له چارواکو سره د خبرو او مرکو له لارې وړاندې کړو.

دغه راز د آریانا او آریانانیوز ټلویزیونونو یو شمېر کارکوونکيو ويلي، چې د رسنیو کار ته ژمن دي او غواړي پخپل زیار، کار او هڅو د خلکو ستونزې وځلوي او تر حکومته یې ورسوي.

د آریانانیوز خبریال اسلم حجاب وايي: دا جایزه د معیاري فعالیتونو له کبله ترلاسه شوه. آریانانیوز په هېواد کې د مهاجرینو د راستنېدو، طبیعي پېښو او نورو ستونزو د اواري په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی او دغه بهیر یې روان ساتلی دی. د آریانانیوز ټیم یو ژمن ټیم دی او غواړي د خپلو خلکو تر څنګ هڅې وکړي.

د آریانا خبریال حبیب ناظم هم ویلي: د خوښۍ ځای دی، چې آریانا او آریانا نیوز وکولی شول، چې دا ستره جایزه او لاسته راوړنه د څو نورو هېوادونو تر منځ خپله کړي.

د آسیا – اقیانوسیې اتحادیه ABU په ۱۹۶۴ ز. کال کې جوړه شوې. دا ټولنه په ۷۰ هېوادونو کې ۲۵۰ غړي لري او د نړۍ لویه او د مسلکي رسنیو اتحادیه ګڼل کیږي. د دې اتحادیې د جوړولو موخې د پروګرامونو په تخنیکي، تعلیمي، سپورټي، حقوقي برخو کې همکاري، همغږي، ګډ فعالیتونه، مشوره او د بشري سرچینو په برخه کې د غړیو تر منځ د راډیو او ټلویزیوني سټیشنونو پیاوړتیا او پراختیا لپاره کار کول دي.

Trending

Exit mobile version