لوبی

آریانا تلویزیون د کرکت ۲۰۲۲ آسیا جام د خپراوي حق خپل کړ

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۹, ۱۴۰۱)

آریانا نړیوالې تلویزیوني شبکې په پوره لیوالتیا په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې یې د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د کرکت ۲۰۲۲ آسیا جام د خپراوي ځانګړی حق ترلاسه کړی دی.

د آریانا نړیواله شبکه له کرکت سره د خلکو د مینې زیاتولو او د ۳۶ میلیون افغانانو پر شونډ د مسکا رامنځته کولو لپاره هڅه کوي، چې د آسیا ۲۰۲۲ جام زړه راکښونکې سیالۍ د افغانانو نندارې ته وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې آریانا تلویزیوني شبکې د جولای په میاشت کې د قطر د ۲۰۲۲ کال فوتبال نړیوال جام د نشرولو ځانګړي حق هم ترلاسه کړی دی.

ټاکل شوې، چې دغه شل آوریزې سیالۍ د وږي پر ۵ پیل او د وږي تر ۲۰ روانې وي / د اګست پر ۲۷ پیل شي او د سپتمبر پر ۱۱ پای ته ورسېږي. د دې سیالیو کوربه به سریلانکا وي، چې په عربي متحده اماراتو، دوبۍ او شارجه کې ترسره کیږي.

ټولټال شپږ لوبډلې به سیالۍ وکړي، چې پېنځه یې مخکې غوره شوي او هغه د افغانستان، هند، سریلانکا، پاکستان او بنګله دېش لوبډلې دي.

لومړنۍ سیالۍ به د اګست له ۲۰ څخه تر ۲۴ په عمان کې ترسره شي؛ عربي متحده امارات، هانګ کانګ، سنګاپور او کویت به یو له بل سره لوبې وکړي او ګټونکي به بیا په اصلي سیالۍ کې شپږم ځای خپل کړي.

شپږ لوبډلې به په دوه ګروپونو ووېشل شي:

الف ګروپ: هند، پاکستان او مقدماتي لوبډله.

ب ګروپ: سریلانکا، بنګله دېش او افغانستان.

هره لوبډله په خپل ګروپ کې له نورو دوه لوبډلو سره یو ځل لوبه کوي او دوه مخکښې لوبډلې بل پړاو سوپرـ۴ ته لار پیدا کوي. هلته بیا هره لوبډله له بلې لوبډلې سره یو ځل لوبه کوي او دوه مخکښې لوبډلې وروستي پړاو ته لاره پیدا کوي.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه به د وږي پر ۵ / د اګست پر ۲۷ په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې افغانستان له سریلانکا مخ شي.

هندوستان د دې سیالیو دفاعي اتل دی، چې د ۲۰۱۸ کال په پایلوبه کې یې بنګله دیش ته پر ماتې ورکولو سره دا اتلولي ترلاسه کړه. هند تر دې دمه د آسیا جام تر ټولو زیاتې ۷ اتلولۍ، سریلانکا ۵ او پاکستان ۲ اتلولي ګټلي دي.

Trending

Exit mobile version