لوبی

آریانا تلویزیون په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال د فوتبال نړیوال جام د خپراوي ځانګړی حق خپل کړ

Published

on

آریانا نړیوالې تلویزیوني شبکې په پوره لیوالتیا په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې یې د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د فوتبال نړیوال جام د خپراوي ځانګړی حق ترلاسه کړی دی.

د آریانا نړیواله شبکه له فوتبال سره د خلکو د مینې زیاتولو او د ۳۶ میلیون افغانانو پر شونډ د مسکا رامنځته کولو لپاره له فیفا سره په نږدې همکارۍ دغه نړیواله زړه راکښونکې پېښه نندارې ته وړاندې کوي.

د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د قطر فوتبال نړیوال جام به د لړم پر ۳۰ / د نومبر پر ۲۱ پیل او د لیندۍ تر ۲۷ /  د دسمبر تر ۱۸به روانې وي، چې د پرانیستې او پای مراسمو په ګډون به ټولې لوبې په ژوندۍ بڼه له آریانا نړیوالې شبکې څخه خپرې شي.

دغه زړه راکښونکی نړیوال جام د لومړي ځل لپاره په منځني ختیځ کې ترسره کیږي.

د ۲۰۲۲ کال د قطر فوتبال نړیوال جام به د دې سیالیو دوه ویشتم پړاو وي، چې ۶۴ سیالۍ لري او د قطر په اته بېلابېلو لوبغالو( البیت لوبغالی، خلیفه نړیوال لوبغالی، الثومه لوبغالی، احمد بن علي لوبغالی، لوسیل لوبغالی، ۹۷۴ لوبغالی، د پوهنې ښار لوبغالی او الجنوب لوبغالی) کې ترسره کیږي.

که څه هم د دغې نړیوالو مراسمو د پرانیستلو په اړه څه خپاره شوي ندي؛ خو داسې ښکاري، چې دغه مراسم به د قطر د هڅوب له اړخه په بل ډول ترسره شي.

د فوتبال نړیوال جام له پیل راپدیخوا کوربه هېوادونو د پرانستې لوبې پیل کړې؛ خو قطر به دغه دود مات کړي.

ویل کیږي، چې د قطر امیر تمیم بن حمد ال ثاني به د پرانیستې د مراسمو لپاره ځانګړي پروګرامونه ولري؛ خو سنیګال فوتبال ملي لوبډله به د هالند پر وړاندې نړیوال جام سیالۍ پیل کړي او بیا به دا هېواد له اکوادور سره لوبه وکړي.

د قطر امیر غواړي، چې د اکوادور له لوبډلې سره د نړیوال جام له لوبو مخکې اورلوبه نندارې ته وړاندې کړي.

د نړیوال جام د پرانستې مراسم به د البیت په ۶۰ زره کسیز لوبغالي کې ترسره شي او سنیګال او هالند به د الثومه په لوبغالي کې له یو بل سره مخ شي.

د راپورونو له مخې، د کوربه هېواد په ګډون ۳۲ لوبډلو په رسمي توګه د سږني نړیوال جام سیالیو ته لار موندلې ده.

په دې سیالیو کې پر قطر سربېره له اروپا څخه ۱۳ هېوادونو، څلور هېوادونه د سویلي امریکا، څلور نور د آسیا، پېنځه له آفریقا، څلور لوبډلې د شمالي امریکا او آسترالیا څخه لار موندلې ده.

هغو هېوادونو، چې ۲۰۲۲ نړیوال جام ته لار موندلې دا دي: قطر، آلمان، دنمارک، برازیل، فرانسه، بلجیم، کروشیا، هسپانیه، سربیا، انګلستان، سویس، هالند، ارجنتاین، ایران، سویلي کوریا، جاپان، سعودي عربستان، اکوادور، یوراګوای، کانادا، ګانا، سنیګال، پرتګال، پولند، تونس، مراکش، کامرون، د امریکا متحده ایالات، مکسیکو، ویلز، آسترالیا او کوستاریکا.

Trending

Exit mobile version