تازه خبرونه
آریانا راډیو ټلویزیون د افغانانو لپاره د خدمت او ژمنې شل کاله نمانځي
آریانا ټلویزیون، چې په ۲۰۰۵ زېږدیز کال کې د یوې رښتینې ملي رسنۍ د لرلو پر موخه رامنځته شوی؛ اوس د افغانانو د کورونو یو آشنا نوم دی، چې دننه په افغانستان او کډوالو کې میلیونونه لیدونکي او اوریدونکي تر پوښښ لاندې نیسي.
آریانا راډیو ټلویزیون د افغانستان ترټولو پراخه خصوصي رسنۍ سږکال خپله شلمه کلیزه، چې د افغانستان خلکو ته د باور، خدمت او ژمنې ښکارندویي لري؛ نمانځي.
آریانا ټلویزیون، چې په ۲۰۰۵ زېږدیز کال کې د یوې رښتینې ملي رسنۍ د لرلو پر موخه رامنځته شوی؛ اوس د افغانانو د کورونو یو آشنا نوم دی، چې دننه په افغانستان او کډوالو کې میلیونونه لیدونکي او اوریدونکي تر پوښښ لاندې نیسي.
د دغو کلونو په لړ کې آریانا ټلویزیون نه یوازې د خپل باوري خبري پوښښ او پانګونې له کبله، بلکې د روغتیا، کلتور او په ځانګړي توګه د سپورټ، زدهکړې او پوهاوي لوړولو په برخه کې هم د پاملرنې وړ رسنیز مرکز دی.
د آریانا راډیو ټلویزیون بنسټوال ډاکټر احسان الله بیات د ټلویزیون د شلمې کلیزې په مناسبت ویلي: “له همغه پیله مو هدف د افغانستان خدمت کول ول؛ نه یوازې پر تفریحي پروګرامونو، بلکې له داسې منځپانګې سره، چې خلک ځواکمنوي، ټولنې پیاوړې کوي او د افغانانو په زړونو کې د ویاړ ولوله ژوندۍ ساتي.”
احسان الله بیات زیاته کړې: “اوس هم شل کاله وروسته، زمونږ ماموریت همغه پاتې دی.”
آریانا ټلویزیون په بحراني وختونو کې د ژوند ژغورنې کرښه
آریانا ټلویزیون تل د ملي ناورینونو او ټراژیډیو په وخت کې اړین رول لوبولی؛ هم د معلوماتو د باوري سرچینې په توګه او هم د افغانستان او بهرنۍ نړۍ ترمنځ د پله په توګه.
د ۲۰۲۳ کال په اوکتوبر کې د هرات له ویجاړوونکو زلزلو وروسته، چې له ۲۵۰۰ څخه د ډېرو خلکو ژوند یې واخیست او زرګونه کورنۍ بې کوره شوې؛ آریانا ټلویزیون د پېښې ځای ته خپلې کاري ډلې واستولې، چې ویجاړتیاوې مستندې کړي او د ژوندي پاتې شویو بېړنۍ اړتیاوې د نړیوالو غوږونو ته ورسوي.
د آریانا ټلویزیون یو خبریال، چې له هرات څخه یې راپور ورکاوه؛ وویل: “زمونږ کمرې همغلته د کنډوالو په منځ کې وې.”
هغه زیاته کړې:” له هغو میندو سره مو خبرې کړي، چې خپل ماشومان یې له لاسه ورکړي وه، له هغو کورنیو سره، چې په سړه هوا کې له خیمې پرته ویدهکېدل او هغو خلکو سره، چې د مرستې چغې یې راپورته کولې. د دغو خلکو د غږ پر خپرولو مونږ وکولی شول، چې په هېواد کې دننه او بهر افغانان او همدارنګه نړیوال بنسټونه د مرستو رسولو لپاره وهڅوو.”
د آریانا ټلویزیون لپاره دا بشري رول کوم نوی شی ندی
د سېلابونو، وچکالۍ او روغتیایي بحرانونو په وخت کې دې ټلویزیون تل د خپلې خپرونې یوه برخه د عامه پوهاوي لوړولو، د ژوند ژغورنې معلوماتو چمتو کولو او د ملاتړ هڅولو لپاره ځانګړې کړې ده.
احسان الله بیات وایي: “کله، چې ناورین رامنځته شوی؛ آریانا ټلویزیون د خلکو ترڅنګ و او دی.”
بیات زیاته کړې:”زمونږ مسوولیت له خبررسونې پورته دی؛ مونږ باید د ژوندژغورنې د یوې کرښې رول ترسره کړو.”
د افغانستان له سپورټ څخه د ملاتړ مخکښ
یوې رسنۍ هم په افغانستان کې د آریانا ټلویزیون تر کچې د سپورټ د ودې لپاره کار ندی کړی.
د دې ټلویزیون پراخ پوښښ او پانګونې د بېلابېلو سپورټي لوبډلو په وده کې مرسته کړې او ان د افغانستان د فوټسال لوبډله یې تر نړیوال دریځه ورسوله؛ دا یوه داسې بریا ده، چې د افغان لوبغاړو نوی نسل یې هڅولی دی.
د افغانستان کرکټ د آریانا ټلویزیون د سپورټي پروګرامونو ځلېدونکی غمی دی. مخکې له دې، چې د افغانانو کرکټ په نړیوال ډګر کې له ځواکمېدا برخمن شي؛ آریانا ټلویزیون له لومړنیو رسنیو څخه و، چې له ملي لوبډلې يې ملاتړ وکاوه، لومړنۍ لوبې یې خپرې کړې او د پام وړ لوړېدنه یې ورته ونمانځله.
د آریانا ټلویزیون یو اجرائیوي مشر ویلي: “کرکټ هغه وخت، چې خوشالي په نشت کې وه؛ افغانستان ته خوشالي راوړه.”
دغه راز زیاتوې: “مونږ پدې لوبډلې باور درلود؛ کله، چې لږ خلکو پرې باور لره او نن دا د نړۍ یوه زړهراکښونکې لوبډله ده. دا لار د آریانا ټلویزیون د تاریخ یوه برخه هم ده.”
پر پوهه او روغتیا پانګونه
د خبراو سپورټ تر څنګ آریانا تلویزیون تل له ټولنیزو اهدافو ملاتړ کړی؛ ښوونیز او روزنیز پروګرامونه، روغتیایي کمپاینونه، کلتوري او سوداګریزې نندارې او هغه پروګرامونه یې پوښلي، چې د افغانانو هویت او دودونه روښانه کوي.
د کرونا ویروس په اړه د پوهاوي له کمپاینونو نېولې د میندو د روغتیا، سوادزدهکړې په اړه تر عامه خدماتو پرلهپسې اعلانونو پورې؛ دې ټلویزیون د خلکو د ژوند ښهکولو لپاره خپل لاسرسی پراخه کړی دی.
احسان الله بیات په دې اړه ویلي: “مونږ رسنۍ د ملت جوړونې لپاره یوه وسیله ګڼو. زمونږ ژمنه د زدهکړې او روغتیا لپاره د افغانستان پر راتلونکې پانګونه ده.”
راتلونکي ته کتنه
شل کلنۍ ته د آریانا ټلویزیون له رسېدا سره؛ د دې رسنۍ مشرتابه ويلي، چې دا مو یوازې پیل دی.
د ټکنالوژۍ له پرمختګ او د رسنۍ د لګښت د بڼو له بدلون سره ټلویزیون خپل ډیجیټل پلیټ فارمونه پراخوي، چې ځوان نسل ته ښه خدمت وکړي. په داسې حال کې، چې د باور، خپلواکۍ او خدمت پر ارزښتونو ټینګ پاتې دی.
بیات وایي: ” له ناسمو معلوماتو څخه په ډکه نړۍ کې، افغانان له بل هر وخت څخه ډېر باوري غږونو ته اړتیا لري. د آریانا ټلویزیون به همدا غږ وي: د خلکو غږ، د خلکو لخوا او د خلکو تر څنګ.”
د میلیونونو افغانانو لپاره آریانا ټلویزیون یوازې یوه رسنۍ نده. دا د ویاړ سرچینه، په سختو وختونو کې پل او د ورځني ژوند ملګری دی.
له شل کلونو وروسته آریانا راډیو ټلویزیون همغسې خپلې لومړنۍ ژمنې ته وفادار پاتې دی؛ د افغانستان تر څنګ درېدل – پرته له دې، چې کومې ننګونې په مخ کې وي.