لوبی
آریانا ټلویزیون د افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو د پچې اچونې مراسم ترسره کړل
دا مراسم، چې په آریانا ټلویزیون او آریانا نیوز کې پر ژوندۍ بڼه خپاره شول؛ د هېواد د فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو اتلس اوونیو د پچې اچونې مراسم ترسره شول او لوبډلو د خپلو سیالانو په اړه اړوند معلومات ترلاسه کړل.
د افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو د پچې اچونې مراسم د شنبې پر ورځ( د غبرګولي درېیمه) د آریانا راډیو ټلویزیون په سپورټ سټوډیو کې د سپورټ ریاست او د افغانستان فوټبال فډراسیون د چارواکو په شتون کې ترسره شول.
دا مراسم، چې په آریانا ټلویزیون او آریانا نیوز کې پر ژوندۍ بڼه خپاره شول؛ د هېواد د فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو اتلس اوونیو د پچې اچونې مراسم ترسره شول او لوبډلو د خپلو سیالانو په اړه اړوند معلومات ترلاسه کړل.
د افغانستان فوټسال غوره لیګ په څلورم پړاو کې به لس لوبډلې سیالي وکړي. دا سیالۍ به د غبرګولي پر اتهلسمه پیل او د افغانستان فوټبال فډراسیون د فوټسال کمیټې په جمنازیم کې به ترسره شي.
د اړوند پچې اچونې له مخې به صداقت او نورزاد لوبډلې د پرانیستې لوبه ترسره کړي.
د لومړۍ اوونۍ په راتلونکو لوبو کې به پنجشېر د آریا فورج غزني پر وړاندې، د هرات امید افسي د ظاهر اسد کابل، زیتون افسي کابل به د دیار سنايي غزني او جوانان میهن به د اتحاد افسي هرات سره سیالي وکړي.
د فوټسال کميټې او آریانا راډیو ټلویزیون پر نوښت د دې پړاو ټولې لوبې تر اتلسمې اوونۍ پورې اعلان شوې، چې لوبډلې خپل سیالان وپېژني.
آریانا راډیو ټلویزیون پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه د خپلو ټلویزیوني او مجازی پاڼو له لارې د افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو تولید او خپروي.
دغه راز د افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو به ۹۰ لوبې ولري او د لومړي ځل لپاره به دا لوبې د راونډ رابن پر بڼه ترسره شي.
هره ورځ دوه لوبې پرته له شنبې ورځې ترسره کیږي؛ لومړۍ لوبه به د مازیګر پر ۴ بجو او دوهیمه هغه به د ماښام پر ۶ بجو پیل شي.
د آریانا ټلویزیون ملاتړ په افغانستان کې د فوټسال ودې ته لار اواروي
آریانا ټلویزیون تل په افغانستان کې د فوټسال د ودې او پرمختګ ملاتړ کړی او د دې سپورټ د شهرت په خپرولو کې یې اړینې هحې کړې دي. تېر کال دې شبکې په ټول افغانستان کې میلیونونه مینوالو ته دا فرصت ورکړ، چې په فیفا فوټسال نړیوال جام کې د هېواد د ملي فوټسال لوبدلې سیالۍ وګوري. دا سیالۍ د ازبکستان پر کوربتوب ترسره شوې او په دې نړیوالو سیالیو یا ټورنمنټ کې د افغانستان لومړی ګډون و.
دا سیالۍ پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلویزیون له لارې خپرې شوې او میلیونونو لیدونکو پر پوره لېوالتیا له ملي لوبډلې ملاتړ وکړ. په ۲۰۲۴ کې د افغان فوټسال لپاره نه یوازې په نړیوال جام کې ګډون یوازنۍ لاسته راوړنه وه، بلکې د هېواد ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره د آسیا فوټسال اتلولۍ کې هم برخه واخیسته.
لکه څنګه، چې په افغانستان کې فوټسال لوبه د پام وړ وده کوي؛ پر کورني کچه د لوبغاړو وده ورځ تر بلې اړینه کیږي. له همدې کبله د “افغانستان فوټسال غوره لیګ” په څېر سیالۍ د هېواد د فوټسال استعدادونو په پېژندلو او پراختیا کې مهم رول لوبوي.
د فوټسال مینوال کولی شي د غوره لیګ لوبې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.
د سیالۍ پیل ته یوازې درې اوونۍ پاتې دي. مینوال کولی شي د آریانا نیوز او آریانا ټلویزیون رسمي پاڼې په ټولنیزو رسنیو کې وروستي خبرونه، معلومات او د سیالیو مهالوېش ترلاسه کړي.