لوبی
آریانا ټلویزیون د افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو خپروي
ټاکل شوې، چې دا سیالۍ د غبرګولي پر یوولسمه پیل او د زمري پر یوویشتمه پای ته رسیږي.
د آریانا نړیوال راډیو ټلویزیون ویاړي، چې د افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو تولید او هېوادوالو ته خپروي.
ټاکل شوې، چې دا سیالۍ د غبرګولي پر یوولسمه پیل او د زمري پر یوویشتمه پای ته رسیږي.
دا لوبې به د افغانستان د فوټبال فډراسیون د فوټسال کمیټې په جمنازیم کې ترسره شي.
د افغانستان فوټبال فډراسیون مشر محمد یوسف کارګر نن (پنجشنبه) د دې سیالیو یا ټورنمنټ د تولید او خپرونې قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې وویل: “د افغانستان فوټسال وړتیا اوس نړیواله شوې ده. زمونږ هڅې دا دي، چې دا ظرفیت د آسیا او سیمې پر کچه لوړ کړو، چې اړینه برخه په کې رسنۍ لري. پر رسنیو سربېره خصوصي سکټور خورا لوی او بنسټیز رول لوبولی شي.”
د آریانا ټلویزیون د خرڅلاو مدیر سمیع الرحمن عزیزي ویلي؛ د لومړي ځل لپاره به په دې سیالیو کې د ویډیو ملاتړی سیسټم وکارول شي، چې له لوبڅار سره د سمو پرېکړو په کولو کې مرسته وکړي.
هغه ويلي: “دا نوې ټکنالوژي به نه یوازې د لوبو څرنګوالی او رڼښت لوړ کړي، بلکې د لوبډلو او لوبغاړو لپاره به د لوړې کچې تجربه هم ډاډمنه کړي.”
سمیع الرحمن عزیزي ټینګار کړی؛ آریانا ټلویزیون اړینې نړیوالې او کورنۍ پېښې خپروي او هڅه کوي، چې د افغانستان فوټسال غوره لیګ په ټوله نړۍ کې مشهور کړي.
هغه ویلي: “دا همکاري د سپورټ په پرمختګ کې یو نوی پړاو پیلوي او مونږ بشپړ باور لرو، چې دا سیالۍ به د ځوانانو لپاره د نویو فرصتونو دروازه پرانیزي.”
د یادونې ده، چې د افغان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو به ۹۰ لوبې ولري او د لومړي ځل لپاره به دا لوبې د راونډ رابن په بڼه ترسره شي.
هره ورځ پرته له شنبې دوه لوبې ترسره کیږي؛ لومړۍ لوبه به د مازیګر پر ۴ بجو او دوهیمه هغه به له مازیګر وروسته ۶ بجې پیل شي.
په دې سیالیو کې به بهرني لوبغاړي هم برخه ولري.
لوبی
په آی ال ټي ۲۰ لیګ کې د افغان او اماراتي لوبغاړو ګډون اړین شو
د نویو اصولو له مخې؛ د دغه لیګ ټولې شپږ لوبډلې باید په خپل یوولس کسیز لړلیک کې لږ تر لږه د متحده عربي اماراتو دوه، د افغانستان دوه او د کرکټ نړیوالې شورا د همکارو غړيو هېوادونو یو لوبغاړی ولري.
د ډيپي ورلډ نړیوال شلآوریز لیګ( آی ال ټي ۲۰) د خپل پنځم پړاو لپاره د لوبو نوي اصول اعلان کړي، چې له مخې به یې په هره لوبډله کې د متحده عربي اماراتو او افغانستان لوبغاړو ته د لوبې په پیلني یوولس کسیز لړلیک کې ځانګړی ځای ورکړ شي.
د نویو اصولو له مخې؛ د دغه لیګ ټولې شپږ لوبډلې باید په خپل یوولس کسیز لړلیک کې لږ تر لږه د متحده عربي اماراتو دوه، د افغانستان دوه او د کرکټ نړیوالې شورا د همکارو غړيو هېوادونو یو لوبغاړی ولري.
دغه بدلون د افغانستان کرکټ لوبغاړو ته اړین فرصت برابروي؛ ځکه د سیالیو په ټول بهیر کې به په هره لوبډله کې لږ تر لږه دوه افغان لوبغاړي د لوبې په پیلني یوولس کسیز لړلیک کې ولوبېږي.
دغه شرط به د لوبې پر مهال د لوبغاړو د بدلولو او د ځانګړو بدیل لوبغاړو د کارولو پر وخت هم پر ځای وي.
که د متحده عربي اماراتو، افغانستان یا د کرکټ د همکارو غړيو هېوادونو کوم لوبغاړی له لوبې ووځي؛ نو که لوبډلې یوازې د اړوندې ډلې لږ تر لږه ټاکل شوی شمېر لوبغاړي غوره کړي وي، باید پر ځای یې د هماغې ډلې بل لوبغاړی ولوبوي.
دا نوي اصول د آی ال ټي ۲۰ لیګ د هغو پراخو هڅو برخه ده، چې موخه یې د سیمې او د کرکټ نړیوالې شورا د همکارو غړیو هېوادونو د لوبغاړو ونډې پیاوړي کول او د نوموتو نړیوالو لوبغاړو ترڅنګ ځوانو او مخ پر ودې لوبغاړو ته د ډېرو فرصتونو برابرول دي.
دغه لیګ د سر د ټپ له کبله د لوبغاړو د بدلولو اصول هم بدل کړي دي. له دې وروسته به لوبډلې اړ نه وي، چې د لوبې له پیل مخکې د احتمالي بدیل لوبغاړو نوملړ وړاندې کړي؛ خو هر بدیل لوبغاړی باید طبي تائید ولري، له ټپي شوي لوبغاړي سره د لوبې د وړتیا له پلوه ورته وي او د لوبڅار اجازه ترلاسه کړي. د لوبغاړو د لږ تر لږه ونډې شرطونه به هم پر خپل ځای وي.
په نورو بدلونونو کې د« توپوهونکي د سیمې» پر نوم د نوي اصل رامنځته کول شامل دي، چې له مخې به یې د توپ د پراخې یا وایډ پرېکړه د توپوهونکي د آف او لګ دواړو لوریو ته کېږي.
دغه راز د ۶۰ ثانیو د تمساعت اصول به له دې وروسته د توپوهنې پر لوبډلې هم پلي کېږي او یوازې د توپاچوونکې لوبډلې پورې به محدود نهوي.
د توپوهنې لوبډلې ته به د آورونو ترمنځ په ټاکلي وخت کې د نهچمتووالي له کبله دوه ځله خبرداری ورکول کېږي؛ خو له درېیمې سرغړونې وروسته به سیالې لوبډلې ته د جرمې پنځه منډې ورکړ شي.
د آی ال ټي ۲۰ لیګ پنځم پړاو به د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د لړم له دېرشمې څخه د لیندې نههویشتمې / د ۲۰۲۶ز.کال د نومبر له یوویشتمې څخه د ډسمبر تر شلمې پورې دوام وکړي، چې شپږ لوبډلې به په کې ګډون وکړي او د نړۍ یو شمېر نوموتي کرکټ لوبغاړي به ولوبېږي.
تمه ده، چې د افغانستان د کرکټ نوموتي لوبغاړي راشد خان او فضلالحق فاروقي د امآی امارات او محمد نبي د شارجه واریرز لوبډلې په ګټه ولوبېږي. دغه راز به د نورو لوبډلو په ترکیب کې هم یو شمېر افغان لوبغاړي ولوبېږي.
د دې سیالیو لومړۍ لوبه به د لړم پر دېرشمه / د نومبر پر یوویشتمه په دوبۍ کې د ډیزرټ وایپرز او امآی امارات لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د افغانستان لپاره په هره لوبډله کې د لږ تر لږه دوه لوبغاړو د لوبېدا تضمین ځانګړی ارزښت لري؛ ځکه افغان لوبغاړو ته به د نړیوالو سیالیو د تجربې، د وړتیاوو د ښودلو او د سیمې په یوه مخکښ شلآوریز لیګ کې د پام وړ ونډې فرصت برابر کړي.
د دغو سیالیو ټولې لوبې به په افغانستان کې د آریانا راډیو او ټلویزیون (ATN) له لارې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپرې شي. مینهوال کولی شي د سیالیو د تازه معلوماتو، مهالوېش او نورو خبرونو لپاره د آریانا راډیو او ټلویزیون د خواله رسنیو پاڼې هم وګوري.
لوبی
زیمبابوې له افغانستان څخه د دوهیمې ټسټ لوبې پر دوهیمه ورځ ۱۸۰ منډې مخکې شو
زیمبابوې د لوبې لومړۍ ورځ پر ۲۵۰ منډو او د پنځه لوبغاړو پر سوځېدا پای ته رسولې وه او د دوهیمې ورځې په لوبه کې یې خپلې منډې ۳۳۹ ته ورسولې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې پر وړاندې د دوهیمې ټسټ لوبې د دوهیمې ورځې تر پای پورې په لومړۍ پاڼۍ کې د شپږ لوبغاړو پر سوځېدا ۱۵۹ منډې جوړې کړې او د زیمبابوې له ټولو ۳۳۹ منډو څخه ۱۸۰ منډې وروسته ده.
زیمبابوې د لوبې لومړۍ ورځ پر ۲۵۰ منډو او د پنځه لوبغاړو پر سوځېدا پای ته رسولې وه او د دوهیمې ورځې په لوبه کې یې خپلې منډې ۳۳۹ ته ورسولې.
د زیمبابوې لوبډلې دغه منډې په ۱۱۴.۵آورونو کې جوړې کړې.
افغانستان د زیمبابوې د منډو په ځواب کې د دوهیمې ورځې تر پایه ۱۵۹ منډې جوړې کړې او شپږ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
افغان لوبډلې ته څلور لوبغاړي پاتې دي او د زیمبابوې د منډو د برابرولو لپاره ۱۸۰ منډې ته اړتیا لري.
افغانستان به د لوبې په درېیمه ورځ هڅه وکړي، چې د پاتې څلورو لوبغاړو پر مټ د زیمبابوې د منډو واټن راکم کړي.
لوبی
رحمت شاه په ټسټ لوبه کې د نړۍ اووم غوره توپوهونکی شو
رحمت شاه په دې درجهبندۍ کې له شبمن ګیل، ایډن مارکرم او کامنډو مینډیس څخه مخکې شوی دی.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلمشر رحمت شاه د زیمبابوې پر وړاندې له ښې لوبې وروسته د ټسټ کرکټ په نړیواله درجهبندۍ کې تاریخي اووم مقام خپل کړ.
رحمت شاه د آیسيسي په تازه درجهبندۍ کې شپږ پړاوونه مخکې شوی او د ټسټ کرکټ د غوره توپوهونکو په ډله کې شامل شوی دی.
نوموړي د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د ټسټ سیالیو په لومړۍ لوبه کې ۱۷۳ منډې کړې وې، چې د هغه پنځمه ټسټ سلیزه او د روان کال دوهیمه سلیزه وه.
رحمت شاه په دې درجهبندۍ کې له شبمن ګیل، ایډن مارکرم او کامنډو مینډیس څخه مخکې شوی دی.
-
تازه خبرونه5 days agoپه کابل بالاحصار کې د لرغونو ماڼیو او بودایي عبادتځایونو پاتې شوني وموندل شول
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي امارت سفیر له کویټي چارواکو سره د افغان بندیانو پر وضعیت خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoعراق له کردستان څخه افغانستان ته د تېلو د احتمالي قاچاق څېړنه کوي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد سعودي عربستان په مکه کې د دوه توغندیو د شنډولو پاتې شوني لوېدلي
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان او ازبکستان د مالدارۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه
-
لوبی5 days agoرحمت شاه په ټسټ لوبه کې د نړۍ اووم غوره توپوهونکی شو
-
سوداگري4 days agoپه کابل کې د اسلامي پانګونې د پراختیا پر لارو چارو خبرې وشوې
-
تحول4 days agoتحول: کابل ته د روسیې د لوړپوړي پلاوي سفر
