لوبی
آریانا ټلویزیون د فوټسال غوره لیګ د دوه نورو پړاوونو د خپرولو تړون لاسلیک کړ
ټاکل شوې، چې د دغو سیالیو د پنځم پړاو لومړۍ برخه د لیندۍ پر شپاړلسمه / د ډسمبر پر اوومه پیل او د مرغومې تر نهمې / د ډسمبر تر یودېرشمې دوام وکړي. د سیالیو دوهیمه برخه به د ۲۰۲۷ز.کال د جنورۍ پر لسمه پیل او د فبرورۍ تر شپږمې روانه وي.
آریانا راډیو ټلویزیون(ATN) او د افغانستان فوټبال فډراسیون د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان فوټسال غوره لیګ د پنځم او شپږم پړاو سیالیو د جوړولو، تولید او خپرولو تړون لاسلیک کړ.
ټاکل شوې، چې د دغو سیالیو د پنځم پړاو لومړۍ برخه د لیندۍ پر شپاړلسمه / د ډسمبر پر اوومه پیل او د مرغومې تر نهمې / د ډسمبر تر یودېرشمې دوام وکړي. د سیالیو دوهیمه برخه به د ۲۰۲۷ز.کال د جنورۍ پر لسمه پیل او د فبرورۍ تر شپږمې روانه وي.
تمه ده، چې په راتلونکي پړاو کې ۱۰ لوبډلې ګډون وکړي، چې تر اوسه یې د صداقت، نورزاد، امید، زیتون، ظاهر اسد، اتحاد، جوانان میهن او پیروزي پنجشېر نومې اته لوبډلې نوملړ ته شاملې شوې دي او د دوه نورو لوبډلو نومونه به وروسته اعلان شي.
د صداقت لوبډله، چې د تېر پړاو اتلولي یې ګټلې وه؛ په راتلونکي پړاو کې به د خپلې اتلولۍ د ساتلو لپاره سیالۍ وکړي؛ خو د تېر پړاو دوه لوبډلې، دیار صنعتي او آریا فورج، له غوره لیګ څخه دوهیمې درجې ته کښته شوې دي.
د افغانستان فوټسال کمیټې مرستیال تخنیکي رییس فرید احمد یوسفزي ویلي، چې په تېر پړاو کې د ویډیويي مرستیال(VAR) سیسټم کارول یوه بریالۍ هڅه وه، چې په کور دننه او بهر یې هم مثبت غبرګونونه ترلاسه کړل.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ هڅه کېږي، چې په روان پړاو کې د فوټسال د نویو قوانینو له مخې له دې ټکنالوژۍ بېله ګټه واخیستل شي.
هغه زیاته کړې، چې دغه قوانین تر اوسه د ایټالیا په سری ای لیګ او د ډاکار د ځوانانو په المپیکي سیالیو کې پلي شوي او د افغانستان فوټسال غوره لیګ به درېیمه رسمي سیالي وي، چې یاد قوانین په کې پلي کېږي.
دغه راز یوسفزي ویلي، چې د نویو قوانینو له پلي کېدا سره به د لوبڅارۍ په برخه کې د پام وړ بدلونونه راشي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د استرالیا لوبڅار تمیم حسیني به د ډسمبر پر لومړۍ کابل ته راورسېږي او له نړیوال لوبڅار عتیقالله نیازي او خالقیار پیمان سره به یوځای د سیالیو قضاوت وکړي.
خالقیار پیمان په دې وروستیو کې د مالیزیا له یوې روزنیزې اکاډمۍ بېرته راستون شوی دی.
د آریانا ټلویزیون د خپرونو مدیر او د پروګرامونو د پېرلو برخې مشر حمیدالله شریفي ویلي، چې دا ټلویزیون تل هڅه کوي افغانانو ته د سپورټي سیالیو په برخه کې باکیفیته خپرونې وړاندې کړي.
نوموړي ډاډ څرګند کړی، چې د فوټسال د راتلونکي پړاو سیالۍ به د تولید او ټلوېزیوني خپرونو له پلوه ښه کیفیت ولري.