لوبی
آریانا ټلویزیون د هند کرکټ غوره لیګ د خپراوي حق خپل کړ
آریانا نړیوالې ټلویزیوني شبکې په ډاګه کړې، چې په ټلویزیون او اوبپاڼې کې یې د هند کرکټ غوره لیګ (IPL) د خپراوي ځانګړی حق ترلاسه کړي دي.
د هند کرکټ غوره لیګ سیالۍ به سبا جمعه (د وري درېیمه / د مارچ دوهویشتمه ) د ماښام پر ۶:۳۰ بجو پیل شي او دوه میاشتې به روانې او میلیونونو افغان مینهوالو ته به د لاسرسي وړ وي.
په هند کې د کرکټ د څارنې بورډ (بي بي سي آی) په روانه اوونۍ کې د لیګ د نوي پړاو د ۲۱ لوبو مهالوېش خپور کړ، چې د مارچ له ۲۲ څخه د اپریل ۷ پورې به روانې وي.
د دې سياليو پايلوبه به د مې پر شپږویشتمه ترسره شي.
د هند غوره لیګ وخت به د بي بي سي آی د پلاوي لهخوا اعلان شي.
د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې به سبا (جمعه) د هند په چینای ښار کې چینا سوپر کینګز او رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلې سره مخ کیږي.
د تېر کال په څېر په دې ټورنمنټ کې به ۷۰ لوبې وي او هره لوبډله به ۱۴ لوبې ترسره کوي.
غوره څلور ټیمونه به پلی آف ته ولاړ شي، چې د کوالیفای یو پړاو وي، د یو وتلو له پړاو وروسته د کوالیفای پړاو دوه او بیا پایلوبه ده.
په هغو ورځو کې، چې دوه لوبې وي؛ لومړۍ لوبه به د ماسپښین پر ۲:۳۰ او دوهیمه د ماښام پر ۶:۳۰ وي.
هغه لس لوبډلې، چې تېر کال یې په ټورنمنټ کې برخه اخیستې وه، ټول به سږ کال د هند غوره لیګ په دې پړاو کې د ګډون لپاره راستانه شي.
لوبډلې په لاندې ډول دي:
چینای سوپر کینګز (اوسنی اتلان)
ډیلي کپیتنز
ګجرات ټایټنز
کلکته نایټ رایډرز
لکنو سوپر جاینټز
ممبي انډینز
پنجاب کینګز
راجستان رایالز
رویال چلنجرز بنګلور
سنرایزرز حیدرآباد
د هند پریمیر لیګ سیالۍ د هند په لس ښارونو کې ترسره کیږي، چې هره لوبډله یې د کور او بهر د سیالیو کوربهتوب کوي، مخکې له دې، چې په نرندرا مودي لوبغالي کې ترسره کیږي.
د لومړنیو وړاندوینو له مخې؛ چینای سوپر کینګز کولی شي د خپلې اتلولې نوم وساتي؛ ځکه، چې دې لوبډلې تر دې دمه پېنځه ځله اتلولي خپله کړې ده.
دا سیالۍ به څنګه وګورو؟
دا سیالۍ به پر ژوندۍ، ځانګړې او قانوني بڼه له آریانا ټلویزیون www.arianatelevision.com او اوبپاڼې څخه خپرې شي.
کله، چې بي بي سي آی بورډ د دغو سیالیو بشپړ مهالوېش خپور کړ؛ نو د کرکټ مینهوال به بیا خبر شي.
سبا (جمعه د وري درېیمه / د مارچ دوهویشتمه) اریانا ټلویزیون به د ماښام پر ۶:۳۰ بجو د هند غوره لیګ سیالي پیل کړي. ورپسې به لومړۍ لوبه د چینای سوپر کینګز او رویال چلینجر بنګلور ترمنځ د ماښام پر ۷:۰۰ بجو پیل شي.