تازه خبرونه

آریانا ټلویزیون د کابل غوره لیګ د راتلونکو درې پړاوونو د تولید او خپرولو حق ترلاسه کړ

دا تړون دیکشنبې پر ورځ ( د وږي درویشتمه) د آریانا راډیو ټلویزیون مشر حبیب دراني او د ایوبي سپورټس کمپلیکس مشر عبداللطیف ایوبي لخوا لاسلیک شو. د قرارداد له مخې، آریانا تلویزیون به د کابل غوره لیګ درېیم، څلورم او پېنځم پړاوونه تولید او خپاره کړي.

Published

on

Last Updated on: وږی ۲۴, ۱۴۰۴

آریانا راډیو ټلویزیون له ایوبي سپورټ کمپلیکس سره د کابل غوره لیګ نومی د ۲۰ اوریز کرکټ سیالیو د راتلونکو درې پړاوونو د تولید او خپرولو لپاره تړون لاسلیک کړ.

دا تړون دیکشنبې پر ورځ ( د وږي درویشتمه) د آریانا راډیو ټلویزیون مشر حبیب دراني او د ایوبي سپورټس کمپلیکس مشر عبداللطیف ایوبي لخوا لاسلیک شو. د قرارداد له مخې، آریانا تلویزیون به د کابل غوره لیګ درېیم، څلورم او پېنځم پړاوونه تولید او خپاره کړي.

په دې پړاو کې به شپږ لوبډلې سیالي وکړي: پامیر سټارز، سپین غر واریرز، کابل نایټ رایډرز، کابل زلمي، بند امیر سټارز او اباسین دیفنډرز.

ټاکل شوې، چې د لیګ درېیم پړاو به راتلونکې میاشت په کابل کې پیل شي.

عبداللطیف ایوبي په دې مراسمو کې ویلي: ” کابل غوره لیګ په هېواد کې یو له لویو کورنیو لیګونو څخه دی. ډېری ځوانان په کې ځلیدلي؛ لومړی او دوه‌یم پړاونه ښه ترسره شول.”

هغه زیاته کړې: “سږ کال به دا سیالۍ د تېرو هغو پر پرتله ښې وي. ښه خبر دا دی، چې دا ځل به یوه لوبه د ورځې په اوږدو کې او یوه لوبه به د شپې ترسره شي. مونږ په لوبغالي کې د رڼا یو معیاري سیسټم لګولی دی”.

حبیب دراني ویلي: “زه هیله من یم، چې دا سیالۍ به د تېرو دوه سیالیو پر پرتله په هره برخه کې غوره وي. زه له خپلو هېوادوالو غوښتنه کوم، چې لوبغالي ته راشي او هڅونه وکړي.”

د لوبغاړو غوراوی به د جمعې پر ورځ ترسره شي، چې ورسره به د لوبډلې جوړښت هم وروستی شي او تمه ده، چې هره لوبډله به د تجربه لرونکو افغان لوبغاړو او راڅرګندیدونکي سیمه‌ییزو استعدادونو ترکیب ولري.

لوبډلې به د ۱۲ ورځو په اوږدو کې د درېیم فصل اتلولۍ تر سرلیک لاندې د یو بل پر وړاندې سیالي وکړي.

دا سیالۍ به په ایوبي سپورټ کمپلیکس کې ترسره شي او آریانا راډیو ټلویزیون به دا سیالۍ په ټلویزیون او ډیجیټل پلیټ فارمونو کې خپرې کړي.

 

 

Trending

Exit mobile version