تازه خبرونه
آریانا ټلویزیون د کرکټ ټست نړیوالې اتلولۍ د پایلوبې د خپراوي حق ترلاسه کړ
دغه سپورتي سیالۍ د ۲۰۲۳ ز.کال د جون په میاشت کې «د آاشیز» سیالیو اه لړۍ سره پیل شوې، چې د انګلستان او استرالیا ترمنځ ترسره شوې. د دې ټورنمنټ پایلوبه به د ۲۰۲۵ کال پر جون د لندن په کلپ لارډز کې ترسره شي.
آریانا راډیو او ټلویزیون یو ځل بیا له خوښۍ ډک زیری ورکوي، چې په افغانستان کې یې د کرکټ ټسټ نړیوال اتلولۍ د پایلوبې د خپرولو حق ترلاسه کړی دی.
دغه سپورتي سیالۍ د ۲۰۲۳ ز.کال د جون په میاشت کې «د آاشیز» سیالیو اه لړۍ سره پیل شوې، چې د انګلستان او استرالیا ترمنځ ترسره شوې. د دې ټورنمنټ پایلوبه به د ۲۰۲۵ کال پر جون د لندن په کلپ لارډز کې ترسره شي.
په دې ټورنمنټ کې د ۹ هېوادونو ترمنځ د لیګ په پړاو کې ۲۷ لړۍ او ۶۹ لوبې شاملې دي. د نمرو جدول کې مخکښې دوه لوبډلې به پای لوبې ته لار ومومي.
د ۲۰۲۳ – ۲۰۲۵ کرکټ ټسټ نړیوالې اتلولۍ سیالیو پای لوبه د دې ټورنمنټ درېیمه برخه ده.
د سیالیو اوسنی حالت
د اسټرالیا او هند ترمنځ د درېیمې ټسټ لوبې مساوي کېدنه د کرکټ د نړیوال جام وروستۍ ټسټ لوبې ته د رسیدو سیالي ګرمه کړه. په ځانګړې توګه د درېیمې ټیسټ لوبې وروسته استرالیا او هند اوس هم د سویلي افریقا پر وړاندې هڅې د باران له کبله مساوی شوه.
سویلي افریقا په دې وروستیو کې د سریلانکا پر وړاندې له ډېرو ننګونو سره مخ شوه؛ خو د لوبې په ټولو اړخونو کې د پام وړ هڅو له دوی سره مرسته وکړه چې سیریز وګټي او په لارډز کې د WTC25 فاینل لپاره د غوره لوبډلې په توګه د پوائنټ جدول سر ته لاړ شي.
استرالیا او هند په ترتیب سره دوهيم او درېیم ځای لري.
هند د PCT فیصده 55.88 لري او دوه ټسټ لوبې پاتې دي، چې دوی باید فاینل ته د رسیدو لپاره دواړه وګټي.
د استرالیا د PCT سلنه 58.89 ده. د هند پر وړاندې له دوه ټسټ لوبو وروسته دوی دوه نورې په سریلانکا کې لري.
په ټول افغانستان کې د کرکټ مینهوالو د دې سپورتي سیالیو په اړه تازه معلومات زمونږ په ټولنیزو رسنیو کې لیدلی او لوستلی شئ. د دې او د نورو سیالیو د لیدلو لپاره به په راتلونکي کال کې د آریانا راډیو تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپریږي.
تازه خبرونه
له افغانستان سره د سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو پراختیا د خلکو او سیمې پر ګټه ده- ذبیحالله مجاهد
ذبیحالله مجاهد ویلي، چې د افغانستان او بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د تعامل ټینګول د افغانستان د خلکو او سیمې پر ګټه دي؛ هېوادونه او نړیوالې ټولنې په دې برخه کې مسوولیت لري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د اسلامي همکاریو ټولنې او افغان چارواکو ترمنځ د پړاوایز تعامل لپاره د لارې نقشې د بیاکتنې په ځواب کې د افغانستان او د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.
ذبیحالله مجاهد ویلي، چې د افغانستان او بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د تعامل ټینګول د افغانستان د خلکو او سیمې پر ګټه دي؛ هېوادونه او نړیوالې ټولنې په دې برخه کې مسوولیت لري.
هغه زیاته کړې:« دا ډېره مهمه او ارزښتناکه ده، چې د افغانستان او هېوادونو ترمنځ تعامل ټینګ شي او دا اړیکې د افغانستان د خلکو او سیمې لپاره ګټورې دي.»
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې هېوادونه او ټولنې باید د افغانستان د عیني واقعیتونو له مثبتې ارزونې سره د دې هېواد د سیاسي او ډیپلوماټیکو تعاملاتو د پراختیا لپاره همکاري وکړي، چې افغانستان له نورو هېوادونو سره په اړیکه کې وي او هر اړخیزې همکارۍ پراخې شي.
دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي، چې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د وزیرانو د اړیکو ډلې په جده کې د مقدماتي تخنیکي غونډې پر مهال له اسلامي امارت سره د پړاوایز تعامل او اړیکو د چوکاټ د تنظیم لپاره پر نقشه بحث او خبرې کړې دي.
په دې غونډه کې ګډونوالو د افغانستان پر سیاسي او بشري وضعیت او له واکمنو چارواکو سره د منظم تعامل، مستقیمو او رغنده خبرو اترو د رامنځته کولو پر لارو چارو بحث او اندونه وړاندې کړي دي.
تازه خبرونه
د ایراني ځواکونو پر ډزو درې افغان کډوال ووژل شول
د حالوش د راپور له مخې؛ پېښه د جمعې پر ورځ د لړم پر نههویشتمه د سراوان د ګلګان په اړوند سیمه کې رامنځته شوې او د درې واړو قربانیانو پر سرونو ډزې شوې دي.
د بشري حقونو«حالوش» بنسټ خبر ورکړی، چې د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ایراني پوځي ځواکونو پر ډزو درې افغان کډوال؛ د یوې ښځې او یو کمعمره ماشوم پرګډون وژل شوي دي.
د حالوش د راپور له مخې؛ پېښه د جمعې پر ورځ د لړم پر نههویشتمه د سراوان د ګلګان په اړوند سیمه کې رامنځته شوې او د درې واړو قربانیانو پر سرونو ډزې شوې دي.
حالوش د سرچینو او عیني شاهدانو له قوله لیکلي، چې له ډزو وروسته د دغو درې کسانو جسدونه پر ډبرو پټ شوي وه.
یو شمېر افغان کډوال، چې له دې لارې تېرېدل، دا جسدونه یې موندلي دي.
تر اوسه د قربانیانو هویت معلوم نهدی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنه له اسلامي امارت سره د پړاوایز تعامل د لارې نقشه جوړوي
په دې غونډه کې ګډونوالو د افغانستان د سیاسي بدلونونو او بشري وضعیت په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې اړوند مهم موضوعات وڅېړل او له واکمنو چارواکو سره یې د منظم او پړاوایز تعامل لپاره د یوه چوکاټ د رامنځته کولو لارې چارې وڅېړلې.
د اسلامي همکاریو ټولنې د افغانستان په اړه د وزیرانو د تماس ډلې د جدې ښار په مقدماتي تخنیکي غونډه کې له اسلامي امارت سره د پړاوایز تعامل او اړیکو د تنظیم لپاره د لارې نقشې پر جوړولو بحث او خبرې کړې دي.
په دې غونډه کې ګډونوالو د افغانستان د سیاسي بدلونونو او بشري وضعیت په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې اړوند مهم موضوعات وڅېړل او له واکمنو چارواکو سره یې د منظم او پړاوایز تعامل لپاره د یوه چوکاټ د رامنځته کولو لارې چارې وڅېړلې.
د اسلامي همکاریو ټولنې د څرګندونو له مخې؛ دغه چوکاټ د افغانانو د ګټو د خوندي کولو او په افغانستان کې د ثبات او پرمختګ لپاره د مرستې لپاره په پام کې نیول شوی دی.
دغه راز په دې غونډه کې هغه لومړیتوبونه وڅېړل شول، چې د تماس ډله به پرې د اسلامي همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا د اړوند پرېکړهلیکونو د عملي کولو لپاره تمرکز کوي.
ګډونوالو له اسلامي امارت چارواکو سره د ګډو لومړیتوبونو په اړه مستقیمې او رغنده خبرو اترو پر ترسره کولو هم نظرونه وړاندې کړل.
-
تازه خبرونه4 days agoڅلور سمنګاني ځوانان د کډوالۍ پر لارې له مړینې وروسته خاورو ته وسپارل شول
-
لوبی5 days agoآریانا ټلویزیون د آسیا فوټبال کنفډراسیون د جایزو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoشمالي کوریا د خپلې لومړنۍ چټباټ مصنوعي ځیرکتیا مخکتنه وکړه
-
نړۍ4 days agoتر ۲۰۳۵ز.کال پورې به د مسلمانانو شمېر له عیسویانو ډېر شي – «پیو» مرکز
-
تازه خبرونه5 days agoبېځایه کېدا افغان ماشومان نور هم وږي او زیانمن کړل – د ماشومانو د ژغورنې نړیواله اداره
-
تازه خبرونه4 days agoافغانان په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب اتیایمه کلیزه نمانځي؛ له پیله تر دې دمه د استازولۍ پر څوکۍ روان اختلاف
-
تازه خبرونه1 day agoترکیې په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته پر نغوته د مکې له دفاعي تړون دفاع وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoقزاقستان د افغانستان له ثبات او بیا رغونې سره څنګه مرسته کوي؟
