لوبی
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۶/۲۷ د افغانستان کرکټ لوبو د خپرولو ځانګړی حق ترلاسه کړ
د لوبو لړۍ به د افغانستان او هند ترمنځ د درې شلآوریزو نړیوالو لوبو له لړۍ سره د وږيله دوهویشتمې څخه تر شپږویشتمې / د ۲۰۲۶ز.کال د سپټمبر له دیارلسمې څخه تر اووهلسمې پیل شي.
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۶/۲۷ پړاو په لړ کې د افغانستان د ملي کرکټ لوبډلې د یو شمېر مهمو لوبو د رسنیز خپراوي ځانګړي حق ترلاسه کړی دی.
د هوکړې له مخې: د افغانستان د ملي لوبډلې هغه نړیوالې لوبې، چې له هند، بنګلهدېش، زېمبابوې، ایرلینډ، سریلانکا او نیوزیلنډ سره یې لري؛ په کې شاملې دي. دا ټسټ، یو ورځنۍ او شلآوریزې لوبې دي.
د لوبو لړۍ به د افغانستان او هند ترمنځ د درې شلآوریزو نړیوالو لوبو له لړۍ سره د وږيله دوهویشتمې څخه تر شپږویشتمې / د ۲۰۲۶ز.کال د سپټمبر له دیارلسمې څخه تر اووهلسمې پیل شي.
د هند د لوبو د خپراوي لړۍ پر شلآوریزو هغو پیلېږي
لومړنۍ سیالۍ به د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان او هند ترمنځ د درې شلآوریزو نړیوالو لوبو لړۍ وي.
ټاکل شوې، چې دغه درې لوبې د سپټمبر له دیارلسمې څخه تر اووهلسمې پورې ترسره شي او تمه ده، چې په افغانستان او سیمه کې د کرکټ د مینهوالو پام ځان ته راواړوي.
آریانا ټلویزیون به د دغې لړۍ ځانګړې خپرونه پر غاړه ولري او افغان لیدونکو ته به یې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه وړاندې کړي.
د افغان کرکټ مینهوالو لپاره مهمه لاسته راوړنه
د خپرونو دغه تړون یوازې له هند سره تر لوبو محدود نهدی، بلکې افغانستان به په راتلونکو میاشتو کې د نړۍ له یو شمېر پیاوړو کرکټ لوبډلو سره هم لوبې ولري.
په ټاکل شوي مهالوېش کې له بنګلهدېش او زیمبابوې سره ټسټ او د محدودو آورونو لوبې او ورپسې په ۲۰۲۷ز.کال کې له ایرلینډ، سریلانکا او نیوزیلینډ سره شاملې دي.
دا به افغان لیدونکو ته زمینه برابره کړي، چې د افغانستان د ملي لوبډلې پرلهپسې نړیوالې لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې وګوري؛ له چټکو او زړهراکښونکو شلآاوریزو لوبو نیولې تر ټسټ سیالیو پورې.
دغه هوکړه د آریانا ټلویزیون له هغې ژمنې سره هم سمون لري، چې د سپورټ او افغان لوبغاړو ملاتړ کوي، په ټول هېواد کې د نړیوالو او کورنیو لوبو لیدلو ته د افغان مینهوالو لاسرسی زیاتوي او افغان لوبډلو او سپورټي استعدادونو ته د راڅرګندېدا زمینه برابروي.
دغه تړون په افغانستان کې د نړیوالو سپورټي لوبو د مخکښ خپروونکې( آریانا ټلویزیون) ونډه نوره هم پیاوړې کوي او په ټول هېواد کې لیدونکو ته د مهمو سپورټي لوبو د رسولو لپاره د دې ټلویزیون تلپاتې پانګونه ښیي.
د لوبو د پیل شېبې به د سپټمبر پر دیارلسمه له هند سره د افغانستان له لومړۍ لوبې راورسېږي. آریانا ټلویزیون به دا سیالۍ افغان لیدونکو ته پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه وړاندې کړي.
له هند سره پرته دې د نورو ټولو لوبو کره نېټې ټاکل شوې نهدي. له همدې کبله له مینهوالو غوښتل شوي، چې د تازه خبرونو، معلوماتو او تائید شویو مهالوېشونو لپاره د آریانا ټلویزیون ټولنیزې رسنۍ څارئ.
د دغو زړهراکښونکو کرکټ لوبو د نورو خبرونو او تازه معلوماتو لپاره د آریانا ټلویزیون خپرونې ګورئ.