تازه خبرونه
آستانه او کابل په نړیوالو مسایلو کې بشپړ تفاهم لري
د افغانستان او قزاقستان ولسمشرانو د مرکزي آسیا د هېوادونو او افغانستان تر منځ د گډې پولې په اوږدو کې د نړیوالو ترهگریزو بریدونو په زیاتوالي اندېښنه وښوده.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې محمد اشرف غني له خپل قزاقي سیال نور سلطان نظربایوف سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا هم خبرې وکړې.
دواړو مشرانو څرگنده کړه، چې آستانه او کابل په نړیوالو مسایلو کې بشپړ تفاهم لري.
د قزاقستان ولسمشر د دواړو هېوادونو تر منځ په اقتصادي، سیاسي او نړیوال امنیت کې د همکاریو په پراختیا ټینگار وکړ.
د ولسمشرۍ خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو مشرانو د وسلوالو ترهگروپه وړاندې د افغان ځواکونو مقابله وستایله او هوکړه یې وکړه، چې د نړیوالې ترهگرۍ، بنسټ پالنې او نشه یی توکو په وړاندې د صلاحیت لرونکیو ارگانونو همکاري دې نوره هم ډېره شي.
ولسمشر غني قزاقستاني کمپنیو ته بلنه ورکړه، چې افغانستان کې د اورگاډي د پټلیو، د برښنا د مزو او په نورو ملکي پروژو کې برخه واخلي او افغانستان به هم له دغو کمپنیو سره په اقتصادي پروژو کې مرسته وکړي.
ولسمشر غني خپل قزاقستاني سیال ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړه چې د هغه لخوا هم ومنل شوه.
د ولسمشرۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د همکاریو ځینې هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړل.
له فساد سره مبارزه، ښه حکومتولي او د غنمو پېرودل د دغه سفر غوره ټکي دي.
سیاسي کارپوهان وایی، چې افغان حکومت باید له دا ډول موقعیتونو سمه استفاده وکړي او قزاقستان ته د ولسمشر غني سفر په سیاسي ډگر کې ښه ارزوي.
د یادونې وړ ده، چې د سیمې له هېوادونو او نورې نړۍ سره د افغانستان د اړیکو پراختیا کولی شي د امنیت، اقتصاد او سیاست په برخو کې د ښو لاسته راوړنو سبب شي.