سیمه ییز خبرونه
آسټرالیا په تهران کې خپل سفارت تړي او د ایران سفیر به هم وشړي
البانیز زیاته کړې؛ ایران د آسټرالیا په خاوره کې پر یهودي ضد دوه بریدونو تورن دی.
نن (سېشنبه) د آسټرالیا لومړي وزیر انټوني البانیز ویلي، چې د ایران سفیر به له هېواده وشړي او په تهران کې به د آسټرالیا سفارت هم وتړل شي.
البانیز زیاته کړې؛ ایران د آسټرالیا په خاوره کې پر یهودي ضد دوه بریدونو تورن دی.
هغه دا هم ویلي، چې د آسټرالیا په ترهګریزو ډلو کې د ایران د سپاه پاسداران د نوم د شاملولو بهیر پیل شوی دی.
دا پرېکړه د تهران او کانبرا ترمنځ د ډیپلوماټیک کړکېچ بې ساري زیاتوالی پر ګوته کوي او کولی شي د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې زیانمنې کړي.