تازه خبرونه
آسټرالیا په نړۍ کې د انټرنیت تر ټولو چټک سرعت رامنځته کړ
د موناش، سوینبرن او آر ام آی ټي پوهنتونونو څیړونکو د آپټیکل (نوري) چپ څخه د نړۍ ترټولو چټک او ګړندی انټرنیټي سرعت، چې په ثانیه کې د ۴۴ اعشاریه ۲ تیرابیت ظرفیت لري، رامنځته کړی دی.
یوه شننه چې د نیچر کمیونیکشنز په مجله کې خپره شوې ښیې چې په آسټرالیا کې د موناش، سوینبرن او آر ام آی ټي پوهنتونونو د څیړونکو یوې ډلې د انټرنیټ ترټولو چټک سرعت ایجاد او په بریالیتوب سره ازموینه هم کړې.
دا څیړنه ښیې چې د دې اختراع په کارولو سره، د معلوماتي ټیکنالوژۍ پدې سرعت سره، مونږ کولی شو په ثانیو کې ۱۰۰۰ لوړ کیفیته فلمونه ډاونلوډ کړو.
څیړونکو د انټرنیټ دا لوړه وړتیا د ۸۰ لیزرونو پر ځای چې دمخه د مخابراتي سیګنالونو لیږدولو لپاره کاریدل، یو د مایکرو کام یا نوري چپ په کارولو سره، لاسته راوړې ده.
د یادو موندنو له مخې، په دې ټکنالوژې سره به نه یوازې د آسټرالیا د مخابراتو ظرفیت ګړندی شي، بلکه په ټوله نړۍ کې به دغه ټیکنالوژي وکارول شي.
د دې موندنو پراساس، دغه ټیکنالوژي به په میلبورن، آسټرالیا او په نړۍ کې ترټولو لوړ انټرنیټ سرعت وي چې ملیاردونو پیرودوني به ترې خوند واخلي.
دا لومړی ځل دی چې یو مایکرو کام په داسې تجربه کې کارول شوی، او دا د نوري چپ څخه رامینځته شوي عنصر، د خورا ډیر معلوماتو ظرفیت لري.
ډاکټر بل کورکوران، چي د یادو څیړونکو له جملې څخه یو دې، داسی وایي: “موږ اوس په دې پوهیږو چې څنګه د انټرنیټ کارولو بې ساري شمیر له امله، په دوه یا دریو کلونو کې د انټرنیټ بیخبنا لا زیاته ګړندې کړو.”