تازه خبرونه

آسیایي مشرانو په سیمه ییزه غونډه کې افغانستان ته د مرستې ژمنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۸, ۱۴۰۰)

د آسیایي هېوادونو مشرانو د یکشنبې پر ورځ د ترکمنستان پر کوربتوب په جوړه شوې سرمشریزه کې له افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړه.

د امریکا غږ د راپور له مخې؛ هغه ۱۰ هېوادونه (ترکیه، ایران، پاکستان، افغانستان او د پخوانی شوروي شپږ هېوادونه ) چې د اقتصادی همکارۍ ټولنې غړي دي؛ ټولو په سیمه کې د سوداګریزو خنډونو د لرې کولو او د نويو ټرانسپورټي سوداګریزو دهلیزونو د پراختیا غوښتنه وکړه.

دغو آسیايي هېوادونو ژمنه کړې، چې د افغانستان په ثبات کې به هم مرسته کوي.

غونډې ته د وینا پر مهال د پاکستان ولسمشر عارف علوي ویلي؛ اسلامي نړۍ باید د هغه ناورین په مخنیوي کې د مرستې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي، چې ګډوډي او جګړې ترې رامنځته کیږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د سیمې هېوادونه باید د افغانستان د اقتصاد په بیارغونه کې د مرستې لپاره د دغه هېواد د روغتیایي خدمتونو او ښوونیز نظام د ښه کولو او د بشري مرستو د وړاندې کولو لپاره چټک ګامونه پورته کړي.

علوي دا هم ویلي، چې یو باثباته افغانستان به د اوږدمهاله ځنډېدلیو بېخبنایي پروژو پلي کولو ترڅنګ د ګازو نللیکې، رېلګاډي پټلۍ او  برښنایي شبکې غزولو ته، چې د سیمې هېوادونه سره نښلوي هم اجازه ورکړي.

د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف ویلي؛ د همکارۍ دا سترې پروژې به نه یوازې د بهرنۍ پانګونې په راجلبولو کې مرسته وکړي، بلکې افغانستان او ګاونډ هېوادونو ته هم ډېره ګټه رسوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خبرداری ورکړی، چې د افغانستان اقتصادي کړکېچ ښايي د کډوالۍ د پراخو ستونزو لامل شي، چې ټوله سیمه به اغېزمنه کړي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي هم د مرستې وړاندیز وکړ او څرګنده کړې یې ده، چې افغانستان د ژمي له را رسېدو سره نه یوازې مالي مرستو ته ااړ دی، بلکې خوراکي توکو او سون توکو ته هم سخته اړتیا لري.

 د یادونې ده که څه هم د افغانستان اسلامي امارت په دې ناسته کې ونډه نه درلوده؛ خو مشرتابه همهاله د سوداګرو او صنعتکارانو یوه ناسته راوغوښته او د سیمې پر سوداګریزو اړیکو او د سترو پروژو پر پلي کېدو یې هر اړخیز ټینګار څرګند کړ.

Trending

Exit mobile version