تازه خبرونه

آلماني پوځونو له افغانستان څخه وتل بشپړ کړل

Published

on

Reuters
(Last Updated On: چنګاښ ۹, ۱۴۰۰)

د آلمان دفاع وزیر تېره شپه ویلي، چې د چارشنبې پر شپه وروستي آلماني سرتېري له افغانستان څخه ووتل او خپل شل کلن پوځي حضور یې پای ته ورساوه.

د جرمني دفاع وزیر انګيرټ کرامپ – کرینباویر څرګنده کړې: زمونږ وروستي سرتېري له شاوخوا شل کلن حضور نن شپه پای ته ورساوه او بېرته خپلو کورونو ته روان شول.

له تېرو شل کلونو راپدیخوا په افغانستان کې آلمان له امریکا وروسته دوه یم هېواد دی، چې ډېر سرتېري یې درلودل. په تېرو دوه لسیزو کې لږ تر لږه ۱۵۰۰۰۰ سرتېري راغلي وه.

په افغانستان کې ۵۹ جرمني عسکرو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او ۳۵ یې له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.

آلماني چارواکي وايي، چې له دوه یمې نړیوالې جګړې را وروسته په افغانستان کې د دوی ځمکنی پوځي مامویت تر ټولو مرګونی و.

آلمان ویلي، چې دوی به د وتلو له پیل سره سم شاوخوا ۸۰۰ کانټینر تجهیزات لکه زغره لرونکي وسایط، چورلکې، وسلې او مهمات هم له ځان سره ولېږدوي.

د آلمان په مشرۍ څو ملیتي ځواکونو د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې دنده تر سره کړې او د وتلو له وخت راپدیخوا یې د وسلوالو طالبانو د حملو پر وړاندې له خپلې قرارګاه ساتنه کړې ده.

طالبانو د تېرو شل کلونو اوږدې جګړې په بهیر کې د پراخو سیمو له نیولو وروسته د ډونالډ ترمپ په مشرۍ له امریکایي حکومت سره د زلمي خلیزاد پر منځګړیتوب د سولې ۱۸ میاشتنۍ خبرې پیل کړې او د ۲۰ ۲۰ زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۲۹ یې له امریکا سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو او له حکومت سره د خپلمنځي خبرو پر پیلولو هوکړې ته ورسېدل.

د امریکا ولسمشر جو بایډن او ناټو په دې هوکړه کې لږ څه بدلون راوست او د می په میاشت کې یې د وتلو پر ځای د اپریل نیمایي یا د سپټمبر ۱۱ مې نېټه، چې د نیویارک پر نړیوال سوداګریز مرکز د برید له شلمې کلیزې سره برابره ده؛ له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو تدریجي وتل ومنل.

Trending

Exit mobile version