تازه خبرونه
آلمان به سږ کال شاوخوا یو اعشاریه دوه میلیون مهاجر ومني
د یکشنبې پر ورځ آلمانۍ خپرونې ولت ام سونتاګ څرګنده کړه، چې دا هېواد به سږ کال ټولټال ۱.۲ میلیون مهاجر ومني؛ ځکه، چې د مهاجرت دا شمېر په ۲۰۱۵ ز. کال کې ۸۹۰ زره کسان ول.
د دې خپرونې له مخې؛ په ټاکلې موده کې له اوکراین څخه څه باندې یو میلیون کسان جرمني ته دننه شوي دي.
سربېره پر دې د اکتوبر میاشتې تر پایه پورې د سوریې، افغانستان، ترکیې، عراق او نورو هېوادونو له وګړیو څخه ۱۸۱۶۱۲ د پناه غوښتنلیکونه رارسیدلي دي.
دغې ورځپاڼې په ډاګه کړې؛ د جرمني چارواکي تمه لري، چې د روان کال تر پایه به دغه شمېر له ۲۰۰ زره هم واوړي.
دغې خپرونې د جرمني د چارواکو له خولې په ډاګه کړې، چې دغه سیمې د مهاجرو د منلو وروستۍ وړتیا ته رسیدلي دي.
دغو چارواکو ویلي، چې د مرستې غږ له ټول هېواده اورېدل شوی دی.
دغې خپرونې د چارواکو د څرګندونو له مخې دا خبره هم راخیستې، چې غیرقانوني کډوالۍ چټکه وده کړې ده.