تازه خبرونه

آلمان شاوخوا ۳۰ افغان وګړي وایستل

ویل شوي، چې دغه کسان د آلمان د پېنځه ایالتونو له خوا معرفي شوي وه.

Published

on

د آلمان «ډي‌پي‌اې» خبري آژانس راپور ورکړی، چې دې هېواد د یوې چارټر الوتنې پرمټ د افغانانو یوه بله ډله هم افغانستان ته ایستلې ده.

د راپور له مخې، په ایستل شویو کسانو کې هغه کسان هم شته، چې د جنسي تېري، وژنې او جنسي ځورونې په څېر جرمونو کې محکوم شوي دي.

ویل شوي، چې دغه کسان د آلمان د پېنځه ایالتونو له خوا معرفي شوي وه.

د دوی الوتکه د دوشنبې پر ماښام د ختیځ آلمان د لایپزیګ/هاله له هوايي ډګره افغانستان ته الوتې وه.

د آلمان حکومت افغانستان ته د افغانانو د بېرته لېږلو په اړه له اسلامي امارت سره هوکړه کړې ده.

د ۲۰۲۴ز.کال په اګست کې، آلمان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د لومړي ځل لپاره ۲۸ افغانان ، چې پر بېلابېلو جرمونو محکوم شوي وه؛ د قطر پر همکارۍ له لایپزیګ څخه کابل ته ولېږدول.

له هغه وخت راپدېخوا آلمان د افغان وګړو د ایستلو لړۍ روانه ساتلې او هغوی یې د عادي او چارټر الوتنو له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.

 

 

Trending

Exit mobile version