تازه خبرونه
آلمان له اسلامي امارت سره د بشري او تخنیکي مرستو پر تعامل ټینګار وکړ
د افغانستان په اړه دا غونډه، چې یو شمېر افغان او آلماني سیاستوالو او کارپوهانو په کې ګډون کړی و؛ د جمعې او شنبې پر ورځو په برلین کې ترسره شوې ده.
د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي ټوبیاس کراوزه د شنبې پر ورځ( د لړم شپاړلسمه) په برلین کې یوې غونډې ته له اسلامي امارت سره د« بشري او تخنیکي تعامل» غوښتنه کړې او څرګندوي، چې نړیواله ټولنه باید د خلکو وضعیت د خپلې پاملرنې په لومړیتوب کې وساتي.
د افغانستان په اړه دا غونډه، چې یو شمېر افغان او آلماني سیاستوالو او کارپوهانو په کې ګډون کړی و؛ د جمعې او شنبې پر ورځو په برلین کې ترسره شوې ده.
ټوبیاس کراوزه په دې غونډه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د بشري اړتیاوو ترڅنګ د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت هم د خپلې پاملرنې په لومړیتوب کې وساتي.
دې آلماني چارواکي د بشري مرستو د پروګرامونو د پرمخ وړلو او د افغانستان د وګړو اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره له اسلامي امارت سره د «بشري او تخنیکي اړیکو» پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان له خلکو سره باید مرستې روانې وساتل شي.
دا غونډه د« افغانستان؛ د یوه پړاو پای؟ د اسلامي امارت له پنځه کلنې واکمنۍ وروسته باید څه وشي؟» تر سرلیک لاندې د جمعې او شنبې پر ورځو په برلین کې جوړه شوې وه.
ګډونوالو په دې غونډه کې د افغانستان پر سیاسي بدلونونو، د بشري حقونو وضعیت، بشري ناورین، د ښځو او نجونو حقونو او له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو پر راتلونکي بحث او د نظرونو تبادله وکړه.