تازه خبرونه

آمنه بلوچ او روزا اوتونبایوا د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې آمنه بلوچ او روزا اوتونبایوا په افغانستان کې د پرمختګونو او د د دې هېواد د بشري ننګونو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو په اړه خبرې وکړې.

Published

on

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې او د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په اسلام‌آباد کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې آمنه بلوچ او روزا اوتونبایوا په افغانستان کې د پرمختګونو او د د دې هېواد د بشري ننګونو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: “د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې آمنه بلوچ په اسلام‌آباد کې د نجونو د تعلیمي کنفرانس په څنډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره وکتل. د غونډې پر مهال دواړو خواوو په افغانستان کې د پرمختګونو او د ننګونو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو په اړه بحث وکړ. دوی د دې هواد د بشري چارو په اړه نظرونه تبادله کړل.

د افغانستان او پاکستان اړیکې دا مهال ښې نه ښکاري. په دې اړه ويل کیږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره پاکستان باید له افغانستان سره خپله د لسیزو پخوانۍ امنیتي پالیسي بدله کړي.

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان ویلي، چې اسلام‌آباد د پاکستانيو طالبانو په ګډون له وسلوالو ډلو سره د مقابلې لپاره د اسلامي امارت په قانع کولو کې پاتې راغلی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې کابل د پاکستان د امنیت مسوولیت نلري او اجازه به ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکارول شي.

د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ اړیکې ډېرې لوړې او ژورې لري؛ خو په دې وروستیو کې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان د هوايي بریدونو له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له بل هر وخت ډېرې ترینګلې او خرابې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د پوځ مشر په خیبر پښتونخوا کې د یوشمېر سیاسي ګوندونو له مشرانو سره لیدلي او هغو له کابل سره پر تعامل ټینګار کړی دی.

Trending

Exit mobile version