سیمه ییز خبرونه

آيساف به پرافغانستان د پاكستان د بريدونو څېړنه وكړي- جاكوبسن

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

آيساف د افغانستان په ختيځو ولايتونو كې د پاكستان له لوري د توغنديو د بريدونو په اړه څېړنه كوي.

په كابل كې د آيساف ځواكونه وايي، چې:

په كابل كې د آيساف وياند وايي، چې:

دوى په دې اړه يوې ډلې ته دنده سپارلې. دوى به له تخنيكي پلوه دا موضوع وڅېړي، چې بريدونه د چا له خوا شوي دي.

كه څه هم د آيساف وياند وايي، چې د دوى دنده په افغانستان كې د ترهگرو ځپل دي، خو زياتوي، چې د افغانستان پرخاوره د پاكستان له خاورې د بريدونو په اړه د دوى د څېړنو تر بشپړيدو وروسته به په دې اړه خپله پرېكړه وكړي.

په داسې حال كې، چې د پاكستان له خاورې د افغانستان پر ختيځو ولايتونو د توغنديو د بريدونو له پيل څخه څه نا څه كال تيريږي؛ خو په افغانستان كې د آيساف ځواكونه وايي، چې:

په دې اړه څېړنه كوي، چې دا بريدونه د چا له خوا كيږي.

په افغانستان كې د آيساف ځواكونو وياند كرسټين جاكوبسن د دوشنبې په ورځ(د تلې په ۱۸) په خپله خبري غونډه كې وويل، چې:

د پولې پورې غاړې ته ورانكارې ډلې او وسله وال مخالفين  فعال دي او دوى تراوسه دې نتيجې ته نه دي رسيدلي، چې دا بريدونه د پاكستان پوځ كوي او كه دا وسله والې ډلې.

په كابل كې د آيساف وياند كرسټين جاكوبسن وايي، چې:

د څېړنو له بشپړيدو وروسته به آيساف په دې اړه پرېكړه كوي.

نوموړى وايي:

مونږ د افغانستان په سرحدي ولايتونو كې د پاكستان له خاورې د بريدونو په اړه خبر يو،  مونږه هم هلته خپل استازي استولي، چې  په سيمه كې هم تحقيق  او تخنيكي څېړنه وكړي؛ خو د څېړنې له  بشپړيدو وروسته به پرې خپل تصميم ونيسو .

دا په داسې حال كې ده، چې د يكشنبې په ورځ(د تلې په ۱۷) د افغانستان  د مشرانو جرگي په افغانستان كې پرنړيوالوځواكونو كلكه نيوكه وكړه،چې په دې برخه كې يې چوپتيا غوره كړې ده.

د مشرانو جرگ غړي وايي،چې:

د بهرنيو ځواكونو دنده د افغانستان له ځمكني بشپړتيا ساتنه او د ورانكارو ډلو مخنيوى دى، خو د پاكستان د راكټي بريدونو په باب بې تفاوته پاتې دي.

د روان كال له پيل راهيسې د افغانستان په ختيځو سيمو كې د پاكستان د پوځ لخوا له زر زيات راكټي بريدونه شوي او په كې يې لسگونه افغانانو ته مرگ و ژوبله اوښتې ده.

كه څه هم د افغانستان حكومت ډېره هڅه وكړه، چې دغه ستونزه له ډيپلوماتيكو لارو حل كړي، خو تر اوسه هم دا بريدونه په وقفه يي  توگه دوام لري.

دا، چې په دې اړه به د نړيوالو ځواكونو د څېړنو له بشپړيدو وروسته د دې ځواكونو پرېكړه څه وي څرگنده نه ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version