سیمه ییز خبرونه

آيساف تر۲۰۱۶م كال پورې د افغانستان د هوايي ځواك د بشپړې سمبالتيا ډاډ څرگند كړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په كابل كې د آيساف چارواكي وايي، چې:

په راتلونكي اوړي كې به امنيتي مسووليتونه په بشپړه توگه افغان ځواكونو ته وسپارل شي او دوى به د هوايي ځواكونو په شمول د افغان ځواكونو نورې اړتياوي مشخصې او د آيساف اړوند هېوادونه به يې په تمويل او سمبالتيا كې ونډه واخلي.

په افغانستان كې د آيساف وياند گونتر كيتز زياتوي، چې:

د افغانستان امنيتي ځواكونو بې سارى پرمختگ كړى او د وسلوالو مخالفينو په وړاندې يوازې هم جگړه كولى شي. اوسمهال افغان ځواكونه په سلو كې څلوراتيا د عملياتو رهبري په غاړه لري او په اوړي كې د مسووليتونو د ليږد له پېنځم پړاو سره سم به بشپړامنيتي مسووليتونه افغانانو ته وسپارل شي.

گونتركيتز په كابل كې د دوشنبې په ورځ(د مرغومي۲۵) يوې خبري ناستې ته په ډاگه كړه، چې:

د هوايي ځواكونو روزنه به له صفر پيل كړو؛ د هوايي تكتيك او وسايلو زده كړه به وكړي، چې تر ۲۰۱۶ م كال پوري د افغانستان هوايي ځواكونه پخپلو پښو ودريږي.

د آساف په وينا:

د افغانستان ځواكونه د سپكو وسلو په برخه كې بشپړ سمبال شوي او د نورو تجهيزاتو د سمبالښت لپاره د دوي اړتياوي به مشخصې شي او نړيواله ټولنه به د يې برابرولو كار پيل كړي.

آيساف دغه راز د وسله والو طالبانو له كمزورتيا خبر وركوي او وايي، چې په تېرو درې مياشتو كې د وسله والو طالبانو بريدونه شل سلنه كم شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې دهوايي ځواكونو د بشپړ تجهيز غوښتنه افغان چارواكو واشنگتن ته په خپل وروستي سفر كې د متحده ايالاتو لوړ پوړيو چارواكو ته وړاندې كړې ده.

Trending

Exit mobile version