Connect with us

تازه خبرونه

د کابل پر نوښت د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د مشورتي خبرو لومړۍ غونډه جوړه شوه

د “افغانستان او منځنۍ آسیا مشورتي خبرې” تر سرلیک لاندې لومړۍ غونډه د یکشنبې پر ورځ( د وري شپاړلسمه) په کابل کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پر نوښت جوړه شوه.

خپور شوی

د

د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د مشورتي خبرو لومړۍ غونډه په کابل کې بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي پر خبرو پیل او پر اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي او سیمهییز اتصال په اړوند  برخو کې د همکارۍ پراخولو راوڅرخېده.

د “افغانستان او منځنۍ آسیا مشورتي خبرې” تر سرلیک لاندې لومړۍ غونډه د یکشنبې پر ورځ( د وري شپاړلسمه) په کابل کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پر نوښت جوړه شوه.

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په خپله بشپړه وینا کې د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

دا غونډه په کابل کې د ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان، تاجکستان او قزاقستان په ګډون د مرکزي آسیا هېوادونو د لوړ پوړو استازو په شتون کې ترسره شوه، چې موخه یې د ډیپلوماټیکې همغږۍ د پیاوړتیا، د سیمه‌ییزو پرمختګونو ارزونه او د افغانستان او منځنۍ آسیا ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا لپاره د څو اړخیز میکانیزم جوړول ول.

متقي په پرانیستونکو څرګندونو کې د دې غونډې پر اړتیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې د افغانستان- منځنۍ آسیا مشورتي خبرې د نظرونو د تبادلې، د سیمه‌ییزو پرمختګونو په اړه مشورې او د ګډې همکارۍ د پراخولو لپاره د عملي لارو چارو د لټولو لپاره یو څو اړخیز سیاسي میکانیزم دی.

په تېرو پېنځه کلونو کې د همکارۍ پراختیا

د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې په تېرو پېنځه کلونو کې، د افغانستان اسلامي امارت او د مرکزي آسیا هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي، ټرانزیټي او سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره محسوس او اغېزمن ګامونه پورته کړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ نن د افغانستان او مرکزي آسیا هېوادونو ترمنځ د اړیکو کیسه «د فرصت، همکارۍ او سیمه‌ییزې همغږۍ کیسه ده » او له افغانستان سره په تعامل کې د مرکزي آسیا هېوادونو عملي چلند؛ په ځانګړي توګه په سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي برخو کې د سیمه‌ییزې کچې د متقابل باور او همکارۍ یوه بریالۍ بېلګه ګڼل کیږي.

د غونډې بنسټیزې موخې

امیر خان متقي څرګنده کړې، چې غونډه پر څو اساسي موخو د افغانستان او مرکزي آسیا هېوادونو ترمنځ پر سیاسي ډیالوګ او ډیپلوماټیکې همغږۍ د ټینګار ترڅنګ د اقتصادي همکاریو پر نويو فرصتونو، سیمه‌ییزو پرمختګونو او د ثبات او دوامداره پرمختګ د پیاوړتیا لپاره د نظرونو پر تبادله راڅرخیږي.

هغه زیاته کړې؛ افغانستان هیله لري، چې د دې غونډې له ترسره کېدا سره به د فرصتونو او ننګونو ګډه ارزونه رامنځته او د اقلیمي بدلون، سوداګرۍ، ټرانزیټ او امنیت په برخو کې د راتلونکي همکارۍ لپاره یوه پراخه د لارې نقشه رامنځته شي.

په نړیوال نظام کې پرمختګونه او د سیمې رول

د بهرنیو چارو وزیر د نړیوال نظام اوسني حالت ته هم د نغوتې( اشارې ) تر څنګ ویلي؛ نن نړۍ له جدي ننګونو او پوښتنو سره مخ ده او په ورته وخت کې پر نړیواله کچه متضاد بیانونه او تصورات رامنځته شوي دي.

هغه زیاته کړې؛ له یوې‌خوا د آسیا په ځانګړي توګه په یوریشیا سیمه کې، اقتصادي تحرک مخ پر زیاتېدا دی او له بلې‌خوا د لویدیځې آسیا سیمه له جګړې او ناوړه امنیتي، سیاسي او اقتصادي پایلو سره مخ ده.

د متقي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان او د منځنۍ آسیا هېوادونه له اړوند بدلونونو اغېزمن شوي او له همدې کبله اړتیا ده، چې ګډې ننګونې له پوره همغږۍ سره اداره شي او د سیمه‌ییز پرمختګ او ادغام لپاره شته وړتیاوې ګټورې وکارول شي.

تاریخي او کلتوري اړیکې

متقي د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ تاریخي او کلتوري اړیکو ته په نغوته کې زیاته کړې؛ د دې هېوادونو ترمنځ اړیکې تاریخي، جغرافیایوي، مذهبي او کلتوري ګډې ریښې لري.

هغه د سیمې د سترو اسلامي او کلتوري شخصیتونو لکه امام ابو حنیفه، امام بخاري او امام ترمذي یادونه وکړه، چې د اسلامي تمدن په جوړښت کې یې اړین رول لوبولی دی.

همدارنګه هغه علمي او کلتوري شخصیتونو لکه ابو ریحان البیروني، رودکي، مختار قلي فراهي، علیشیرنوایي او ابو نصر فارابي یادونه هم کړې، چې د سیمې د ګډ میراث یوه برخه ده.

د افغانستان بهرنۍ پالیسي

متقي ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت بهرنۍ پالیسي پر اسلامي ورورګلوۍ، ښه ګاونډیتوب، متقابل درناوي، توازن او اقتصاد پر بنسټ ولاړه ده.

هغه ټینګار کړی، چې د منځنۍ آسیا هېوادونه په دې پالیسي کې ځانګړی ځای لري او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا سربېره پر سیمه‌ییزه همکارۍ هم ټینګار کوي.

له پاکستان سره خبرې اترې

امیر خان متقي د خپلې وینا په یوه بله برخه کې ځینو سیمه‌ییزو ننګونو ته په نغوته کې څرګندوي؛ د ځینو سیمه‌ییزو لوبغاړو امنیتي لیدلوري د اقتصادي او ټرانزیټي همکارۍ د پراختیا مخه نیولې ده.

هغه وایي، چې افغانستان د چین پر نوښت په اورومچي کې له پاکستان سره د خبرو د صادقانه حل لارې لپاره برخه اخیستې ده.

متقي ټینګار کړی: افغانستان تل غواړي، چې ستونزې د تفاهم او خبرو اترو له لارې حل کړي؛ خو په ورته وخت کې دا حق هم لري، چې له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او خلکو دفاع وکړي.

امنیت او سرحدي همکاري

د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې افغانستان د مرکزي آسیا له هېوادونو سره له ۲زره ۳۲۹ کیلومټرو څخه ډېرې ګډې اوبه او ځمکنۍ پولې لري او د آمو سیند د څنډو د پیاوړتیا او د سرحدي نښو په عصري کولو کې همکاري هم اړینه بولي.

هغه زیاته کړې؛ د داعش فعالیتونه، د مخدره توکو قاچاق، غیرقانوني مهاجرت او د پولې هاخوا منظم جرمونه د دواړو خواوو ګډې اندېښنې دي.

د متقي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان امنیتي ادارو له دې ګواښونو سره د مقابلې لپاره اړین اقدامات کړي دي او اوس له مرکزي آسیا هېوادونو سره په ګډو پولو کې هیڅ امنیتي ستونزه نشته.

د افغانستان داخلي وضعیت

امیر خان متقي د خپلې وینا پر مهال وویل:  له نږدې نیمې پېړۍ بې ثباتۍ وروسته افغانستان اوس ثبات او عمومي امنیت ترلاسه کړی او د حکومتدارۍ بنسټونه مخ پر رپیاوړي کېدا دي.

هغه زیاته کړې؛ اداري فساد له منځه وړل شوی او د بیوروکراسۍ ساده کولو او د دولتي خدماتو ډیجیټل کولو پروسه روانه ده.

هغه دا هم ویلي، چې د اسلامي امارت د رهبر د فرمان پر بنسټ په افغانستان کې د مخدره توکو کښت، پلور او قاچاق منع شوی او د اړوند ادارو عملي اقداماتو د نشه‌یي توکو کښت تقریبا صفر ته رسولی دی.

د سوداګرۍ وده او سیمه‌ییزې پروژې

متقي څرګنده کړې؛ افغانستان د اقتصاد پر بنسټ د پالیسۍ پر غوره کولو د سوداګرۍ ودې او بهرنۍ پانګونې راجلبولو ته لار اواره کړې ده.

 

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۵ کال کې نړیوال بانک د افغانستان اقتصادي وده ۴.۳ سلنه ښودلې ده.

هغه ویلي، چې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ حجم په ۲۰۲۵ ز.کال کې شاوخوا ۲.۷ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی او هدف یې دا دی، چې دا شمېر به په راتلونکو  درې یا څلور کلونو کې ۱۰ میلیارډ ډالرو ته لوړه شي.

متقي د مهمو سیمه‌ییزو پروژو یادونه هم کړې؛ د ټاپي ګاز نل‌لیکې پروژه، د کاسا-۱۰۰۰ برښنا لیږد پروژه، د لاجورد سړک پروژه او شپږ لارې دهلیز یې تر کار لاندې بېلګې دي.

هغه ویلي، چې تر اوسه پورې د هرات- ترکمنستان په سرحدي لار کې د ټاپي نل‌لیکه ۲۵ کیلومټره بشپړه شوې او ۱۲۰ کیلومټره نور د پلي کېدا لپاره چمتو ده.

د همکارۍ د راتلونکي لپاره د افغانستان وړاندیزونه

د وینا په پای کې متقي د سیمه‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره لاندې ځانګړي وړاندیزونه وړاندې کړل:

  • د څو اړخیز سیاسي میکانیزم په توګه د افغانستان او مرکزي آسیا ترمنځ په منظم ډول د مشورتي خبرو ترسره کول
  • د همکارۍ لپاره د لارې نقشې د جوړولو لپاره د افغان او منځنۍ آسیا د څانګه‌والو(متخصصینو) ترمنځ څېړنیز کنفرانس ترسره کول
  • له سیمه‌ییزو ګواښونو سره د مقابلې لپاره د ګډ امنیتي چلند د رامنځته کول
  • د یوې ګډې لارې نقشې په چوکاټ کې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د همکارۍ پراختیا
  • د اقلیمي بدلون د پایلو د کمولو لپاره ګډه همکاري

په پایله کې متقي د دې غونډې د ترسره کولو لپاره د منځنۍ آسیا د هېوادونو له شتون او ملاتړ ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې دا نوښت کولی شي د سیمه‌ییزې همکارۍ پراخولو او په سیمه کې د ثبات، پراختیا او اقتصادي ادغام د پیاوړتیا لپاره لار اواره کړي.

تازه خبرونه

یک شهروند افغان در ایران اعدام شد

د بشري حقونو«هه‌نګاو» ادارې راپور ورکړی، چې د حسيني د اعدام حکم نن پنجشنبه سهار د اصفهان په مرکزي زندان کې پلي شوی دی.

Published

on

یو ۲۰ کلن قائم حسيني نومی افغان ، چې ویل کېږي د ایران په تېر کال اعتراضونو کې یې ګډون کړی و؛ له نیولو وروسته په اصفهان کې اعدام شوی دی.

د بشري حقونو«هه‌نګاو» ادارې راپور ورکړی، چې د حسيني د اعدام حکم نن پنجشنبه سهار د اصفهان په مرکزي زندان کې پلي شوی دی.

د «میزان» خبري آژانس د راپور له مخې؛ حسيني د «محاربه»، «په ځمکه کې فساد خپرول»، «د ملي امنیت پر ضد اقدام» او «د عامه شتمنیو ویجاړولو» پر ګډون په یو شمېر تورونو کې پر اعدام محکوم شوی و.

نوموړی د ۱۴۰۴لمریز لېږدیز کال د مرغومي پر اته‌لسمه د اصفهان د علیخاني میدان په رامنځته شویو پېښو کې پر ګډون تورن شوی و؛ په دغو پېښو کې د ایران څلور امنیتي سرتېري وژل شوي وه.

حسيني د دې قضیې پېنځم تورن کس دی، چې اعدامېږي.

له هغه مخکې څلور نور تورن کسان، چې د هغه د ترور زوی ګل‌محمد محمدي هم په کې و؛ اعدام شوي وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

درېیمو هېوادونو ته له قطره د بند پاتې افغانانو د لېږد خبرې روانې دي- امریکا

دغه پناه‌غوښتونکي د افغانستان د جګړې په وروستیو ورځو کې له هېواده وایستل شول او وروسته د قطر په «السّیلیه» کمپ کې ځای پر ځای شول.

Published

on

د امریکا «ان‌پي‌آر» سرچینې راپور ورکړی: له ۱۰۰۰ ډېر افغانان، چې په ۲۰۲۱ز.کال کې د اسلامي امارت له بېرته واک ته رسېدا وروسته د امریکا په یوه پوځي مرکز کې د مېشتېدا لپاره قطر ته لېږدول شوي؛ اوس هم په نامعلوم برخلیک کې دي او امریکا ته د هغوی د لېږد لپاره روښانه لاره نه‌شته.

دغه پناه‌غوښتونکي د افغانستان د جګړې په وروستیو ورځو کې له هېواده وایستل شول او وروسته د قطر په «السّیلیه» کمپ کې ځای پر ځای شول.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت«ان‌پي‌آر» ته ویلي، چې د دغو افغانانو د مېشتېدا د ځای په اړه خبرې اوس هم روانې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه برښنالیک کې« ان‌پي‌آر» ته ویلي:« درېیم هېواد ته د دغو کسانو لېږدول کېدی شي مناسبه حل‌لاره وي، چې امنیت یې خوندي کړي او هغوی ته له افغانستان څخه بهر د نوي ژوند د پیل فرصت ورکړي. په داسې حال کې، چې د امریکایانو امنیت هم خوندي پاتې شي.»

د خلیج په سیمه کې د جګړې له دوام سره په دغه کمپ کې وضعیت نور هم ستونزمن شوی دی.

د امریکا د سمندري ځواکونو پخواني سرتېري شان جمشیدي« ان‌پي‌آر» ته ویلي، چې د نښتو پر مهال توغندي توغول شوي او د هغوی ټوټې د کمپ په شاوخوا کې لوېدلې دي.

یو شمېر پخوانیو امریکايي سرتېرو او د امریکا قانون‌جوړوونکو هم له واشنګټن غوښتي؛ له هغو افغانانو ملاتړ وکړي، چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې ده.

د امریکا د کانګرس جمهوري‌پال غړي او متقاعد جنرال دان بیکن ویلي: امریکا له هغو کسانو سره، چې د دغه هېواد د ځواکونو ترڅنګ یې دنده ترسره کړې؛ «اخلاقي مسوولیت» لري او باید پخپلو ژمنو عمل وکړي.

داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې ښایي له دغو افغانانو څخه ځینې د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت ته ولېږدول شي.

اسلامي امارت ویلي؛ افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټینګار کوي، چې هېوادوال مو کولی شي ډاډه بېرته هېواد ته راستانه شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان په اړه د اسلام‌آباد پر تګلاره ملي خبرو ته اړتیا ده – پاکستاني کارپوه

عبد‌الله خان ویلي، هغو کسانو، چې دغه تګلاره یې جوړه کړې؛ ښایي ډېره وړتیا ولري، خو موخه او لوری یې عامو خلکو ته روښانه نه‌دی.

Published

on

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو د اندتون(انسټیټیوټ ) رییس عبدالله خان د افغانستان په اړه د اسلام‌آباد پر تګلارې د ملي خبرو غوښتنه کړې؛ ځکه، چې پر وینا یې د پاکستان اوسنۍ تګلاره نه یوازې اسلامي امارت نه کمزوری کوي، بلکې د افغانستان خلک له پاکستان څخه نور هم لرې کوي.

عبد‌الله خان ویلي، هغو کسانو، چې دغه تګلاره یې جوړه کړې؛ ښایي ډېره وړتیا ولري، خو موخه او لوری یې عامو خلکو ته روښانه نه‌دی.

نوموړي پوښتنه کړې:« که د پاکستان ستونزه له طالبانو(اسلامي امارت) سره وي؛ نو ولې داسې اقدامات کېږي، چې ښایي د افغانستان ټول خلک د پاکستان پر وړاندې ودروي؟!»

نوموړي د اسلامي امارت پر ضد له وسله‌والو ډلو څخه د پاکستان له ملاتړ مخالفت کړی او څرګندوي، چې د ډېرو افغانانو له شړلو وروسته به د افغان ډلو باور بېرته ترلاسه کول او له هغوی سره د پاکستان همکاري ستونزمنه وي.

نوموړي د اسلامي امارت پر وړاندې د پاکستان تګلاره د هند پر وړاندې د دښمنۍ پر کچه خطرناکه بللې او خبرداری یې ورکړی، چې دغه چلند ښایي په افغانستان کې د هند د نفوذ د بیا زیاتېدا زمینه برابره کړي.

د عبد‌الله خان د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال په اوکټوبر کې د افغانستان په اړه د پاکستان د سخت‌دریځې تګلارې له غوره کېدا وروسته په پاکستان کې ترهګریز فعالیتونه زیات شوي دي.

هغه همدارنګه ویلي، چې د سرحدي دروازو تړل کېدا د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته زیان رسولی دی.

خان د افغانستان په اړه د پاکستان پر تګلاره د بېړنیو ملي بحثونو غوښتنه کړې، چې پاکستان وکولی شي د خپل امنیت د خوندي کولو او د خپلو ملي ګټو د ساتلو لپاره مناسبه لار ومومي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان په اړه تګلاره باید د یوه کس یا یوې محدودې ډلې له‌خوا ونه ټاکل شي، بلکې باید د پاکستان د ملي ګټو او امنیت پر بنسټ جوړه شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!