تازه خبرونه
ایران او افغانستان له ګډو فرصتونو او ګواښونو سره مخ دي – ایرانی ډیپلوماټ
مرتضوي له راډیو دري سره په مرکه کې ویلي، چې کندهار او بلخ ولایتونو ته یې د وروستیو سفرونو او له سیمهییزو چارواکو سره د لیدنو موخه د ګډو موضوعاتو له نږدې څارنه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا وه.
په کابل کې د ایران سفارت مرستیال سیدحسن مرتضوي ويلي؛ ایران او افغانستان په اوسنیو سیمهییزو او نړیوالو شرایطو کې له ګډو فرصتونو او ګواښونو سره مخ دي او د دغو موضوعاتو د څېړلو لپاره د دواړو هېوادونو نږدې همکاري اړینه ده.
مرتضوي له راډیو دري سره په مرکه کې ویلي، چې کندهار او بلخ ولایتونو ته یې د وروستیو سفرونو او له سیمهییزو چارواکو سره د لیدنو موخه د ګډو موضوعاتو له نږدې څارنه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا وه.
هغه ویلي، ایران او افغانستان باید خپلې ګډې ستونزې له نږدې وڅېړي او د دواړو هېوادونو او اسلامي امت د ګټو د خوندي کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
مرتضوي کندهار ته، چې د اسلامي امارت مشرتابه په کې حضور لري؛ ځانګړی اهمیت ورکړی او ویلي یې دي، چې ایران د سیمې نورو هېوادونو ته ورته د کابل ترڅنګ په کندهار کې هم مهمې او اغېزمنې موضوعګانې څاري.
نوموړي زیاته کړې، چې له کندهار والي ملا شیرین سره په څو ساعته لیدنه کې د دوهاړخیزو او سیمهییزو موضوعاتوترڅنګ پر امنیتي، اقتصادي او سرحدي همکاریو هم خبرې شوې دي.
د مرتضوي د څرګندونو له مخې، په دې لیدنه کې د سیمې روان بدلونونه هم وڅېړل شول او د جګړې او بندیزونو په شرایطو کې د دواړو هېوادونو پر پرلهپسې همکارۍ او ملتیا ټینګار وشو.
په کابل کې د ایران سفارت مرستیال ویلي، چې په کندهار کې د ایران سرقونسل محمدرضا نفر به د دې لیدنې د پایلو د تعقیب چارې پر غاړه ولري.
مرتضوي کندهار ته د خپل سفر پر مهال د اسلامي امارت له ویاند ذبیحالله مجاهد سره د لیدنې خبر هم ورکړی او څرګندوي، چې په دې لیدنه کې د رسنیزې برخې په اړه پر دوهاړخیزو همکاریو هم خبرې شوې دي.
هغه بلخ ته د خپل سفر او د دغه ولایت له والي یوسف وفا سره د لیدنې په اړه ویلي، چې په دې لیدنه کې د ګډو موضوعاتو ترڅنګ، د ایران او افغانستان د اړیکو پر مهمو موضوعاتو هم خبرې شوې دي.
مرتضوي زیاته کړې، چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د متقابل امنیت پر ټینګښت او د بېثباته کوونکو او امنیت ضد اقداماتو پر مخالفت ټینګار کړی او د ترهګرۍ او امنیتي ګواښونو پر وړاندې یې ګډه همکاري مهمه بللې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د بلخ له والي سره په لیدنه کې پر اقتصادي موضوعاتو او د سیمې پر کچه د اقتصادي همکاریو پر پراختیا هم خبرې شوې دي.
تازه خبرونه
په روسیه کې د مسکو فارمټ اتمه غونډه سبا جوړېږي
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل آریانا نیوز ته ویلي، چې امیر متقي به له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او د افغانستان د وضعیت، سیمهییزو تحولاتو او په افغانستان کې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړي.
ټاکل شوې، چې د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه مشورتي غونډه سبا دوشنبه(د تلې دیارلسمه / د اوکټوبر پېنځمه) په مسکو کې جوړه شي. د افغانستان پلاوی به د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي پر مشرۍ په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل آریانا نیوز ته ویلي، چې امیر متقي به له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او د افغانستان د وضعیت، سیمهییزو تحولاتو او په افغانستان کې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړي.
دغه غونډه په داسې وخت کې جوړېږي، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوي او روسیې هم د دغو ترینګلتیاوو د کمولو لپاره پر خبرو اترو ټینګار کړی دی.
د غونډې مهم بحثونه به د کابل او اسلامآباد ترمنځ وروستۍ ترینګلتیاوې، سیمهییز تحولات، اقتصادي همکاري، سوداګري او ټرانزیټ وي.
ویل کیږي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان ترڅنګ د پاکستان، چین، هند، ایران او د منځنۍ آسیا د هېوادونو استازي هم ګډون کوي او تمه ده، چې د غونډې په پای کې ګډه اعلامیه خپره شي.
تازه خبرونه
مونږ د افغانانو او پاکستانيانو بېځایه وینه تویول ناروا ګڼو- عبداللطیف منصور
منصور د بدخشان په واخان کې د ۱۲۱ کیلومټره سړک د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې ځینې کسان د «ورځني بمبارډ» په غبرګون کې احساساتي کېږي؛ خو افغانستان باید د ځانبساینې داسې کچې ته ورسېږي، چې له خپلو وګړو دفاع وکړی شي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژیم د بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې اسلامي امارت د افغانانو او پاکستانيانو بېځایه وینه تویول ناروا ګڼي؛ ځکه دواړه لوري مسلمانان دي.
منصور د بدخشان په واخان کې د ۱۲۱ کیلومټره سړک د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې ځینې کسان د «ورځني بمبارډ» په غبرګون کې احساساتي کېږي؛ خو افغانستان باید د ځانبساینې داسې کچې ته ورسېږي، چې له خپلو وګړو دفاع وکړی شي.
نوموړي ویلي:« مونږ باید دا نظام داسې پیاوړی کړو، چې ځانبساینې ته ورسېږو او له هر افغان څخه داسې دفاع وکړی شو، چې زیانرسوونکی کس په خپل هېواد کې شنډ کړو.»
منصور زیاته کړې، اوسنی نظام اوس هم په بشپړه توګه پر ځانبسیا شوی نهدی؛ خو هڅه کېږي، هم له افغانانو دفاع وشي او هم وضعیت دې پړاو ته ونهرسېږي، چې «وینه تویېږي، جنازې روانې وي او موخه معلومه نهوي.»
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ویلي:« مونږ د خپلو خلکو بېځایه وینه تویول ناروا ګڼو او د پاکستانيانو وینه تویول هم ناروا ده؛ ځکه هغوی هم مسلمانان دي.»
د پاکستان پوځي چارواکي تل ادعا کوي، چې په دې هېواد کې د وسلهوالو بریدونه په افغانستان کې تنظیمېږي؛ خو اسلامي امارت دا ادعا رد کړې او څرګندوي، چې افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول نهدی.
تازه خبرونه
د واخان ۱۲۱ کیلومټره سړک د چین تر پولې بشپړ شو
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور د دغه سړک د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ویلي، سړک ۶۶ پلچکونه او څلور لوی پلونه لري او د لارې په بېلابېلو برخو کې یې ټولټال ۳۱۰۰ مټره استنادي دېوالونه جوړ شوي دي.
نن یکشنبه(د تلې دولسمه) د بدخشان د واخان ولسوالۍ له بروغیل سرحدي سیمې څخه د چین تر پولې پورې د ۱۲۱ کیلومټره سړک کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور د دغه سړک د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ویلي، سړک ۶۶ پلچکونه او څلور لوی پلونه لري او د لارې په بېلابېلو برخو کې یې ټولټال ۳۱۰۰ مټره استنادي دېوالونه جوړ شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دغه سړک د جوړولو او جغلاچولو چارې د ۳۶۵ میلیون افغانیو پر لګښت د اسلامي امارت له پراختیايي بودجې بشپړې شوې دي.
عبداللطیف منصور د واخان لارې د پرانستې په مراسمو کې د وینا پر مهال ويلي، دا سړک د افغانستان لپاره سټراټیژیک سیاسي او اقتصادي ارزښت لري.
نوموړي زیاته کړې: سره له دې، چې پاکستان د واخان سړک د جوړولو مخالف و؛ خو د دې پروژې د بشپړولو هوډ یې درلود.
منصور زیاته کړې؛ د پاکستان د هوايي بریدونو غچ به په داسې ډول واخیستل شي، چې د وینې تویېدو او سپکاوي لامل نهشي.
دغه راز د بدخشان والي رحمتالله نجیب ویلي، په دې ولایت کې امنیت ټینګ دی او د بدخشان په هیڅ سیمه کې امنیتي ستونزه نشته.
رحمتالله نجیب ویلي؛ د اسلامي امارت پر ضد به هر ډول حرکت شنډ شي او عاملان به یې یا نیول کیږي او یا به ووژل شي.
د واخان یو شمېر اوسېدونکي هم د دغه سړک له جوړېدو خوښ دي او وايي، د دې سړک له جوړېدو سره به یې ګڼې ستونزې حل شي.
د واخان سړک ۱۲۱ کیلومټره اوږدوالی لري او د جغل اچونې چارې یې په درې کلونو کې بشپړې شوې دي.
ویل کیږي، چې دغه سړک د بدخشان له لارې افغانستان له چین سره نښلوي او د چین او د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهمه لار هم ده.
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانانو د پناه غوښتنې په دوسیو کې ۴۰ سلنه تېروتنې شوي – د امریکا کورني امنیت وزارت
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه غونډه د اوکټوبر پر پېنځمه جوړېږي
-
تازه خبرونه4 days agoپه ګرمسېر کې د هوايي برید له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي
-
نړۍ4 days agoد دوبۍ – تلابیب په الوتنه کې د الوتکې غورځولو هڅه؛ مسافرو یې مخه ونیوله
-
تازه خبرونه4 days agoپه بانکونو کې د خلکو سپماوې زیاتې شوې – د افغانستان بانک
-
لوبی4 days agoراشد خان او عظمتالله عمرزي په پنځوسآوریزو لوبو کې خپل لومړي ځایونه وساتل
-
لوبی5 days agoد افغانستان کرکټ بورډ د چټک توپاچوونکو د استعداد موندنې ملي پروګرام پیلوي
-
سوداگري4 days agoد افغانستان او بېلاروس چارواکو د صنعتي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
