Connect with us

تازه خبرونه

د پاکستاني رژیم په بریدونو کې سلګونه کسان «شهیدان» او زرګونه نور بې‌ځایه شول

د حمد‌الله فطرت د څرګندونو له مخې؛ په دې هوایي او توپچي بریدونو کې د هېواد پکتیکا، پکتیا، کندهار، ننګرهار، کونړ، کابل، خوست، نورستان او لغمان ولایتونه پر نښه شوي دي.

خپور شوی

د

د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت څرګنده کړې، چې د ۲۰۲۶ ز.کال د فبرورۍ له دوه‌ویشتمې څخه د اپریل تر څلورمې پورې پر افغان خاوره د پاکستانیو پوځیانو په بریدونو کې سلګونه ملکي وګړو ته پراخ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د حمد‌الله فطرت د څرګندونو له مخې؛ په دې هوایي او توپچي بریدونو کې د هېواد پکتیکا، پکتیا، کندهار، ننګرهار، کونړ، کابل، خوست، نورستان او لغمان ولایتونه پر نښه شوي دي.

په دې عملیاتو کې ۷۶۱ ملکي وګړي «شهیدان» شوي او ۶۲۶ نور ټپیان دي.

همدارنګه د دې بریدونو په پایله کې ۲۷زره ۴۰۷ کورنۍ بې ځایه شوې دي.

فطرت زیاته کړې، چې پر ځاني زیانونو سربېره ودانیزو بنسټونو او د ملکي وګړو کورونو ته هم درانده مالي زیانونه رسېدلی دی؛ ۱۱۴۰ کورونه او ۲۵۶ دوکانونه بشپړه ویجاړ شوي دي.

پردې سربېره  په دې بریدونو کې ۳۴ جوماتونه، ۱۳ ښوونځي، ۱۳ دیني مدرسې، ۳ روغتیايي مرکزونه او ۴۲ موټرونه هم ویجاړ شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال څرګنده کړې؛ په دې بریدونو کې په ټولیزه توګه ۱۴زره ۹۷۳ توغندي، هاوانونه او د توپ مرمۍ ویشتل شوي، چې له کبله یې ملکي وګړو ته پراخه مرګ او ژوبله اوښتې او د هغوی ملکیتونه ویجاړ شوي دي.

فطرت زیاته کړې؛ د دغو بریدونو په پایله کې ۶۶۱ څاروي هم له منځه تلي، چې کلیوالي کورنیو ته یې د پام وړ اقتصادي زیانونه اړولي دي.

تازه خبرونه

د امریکا ۳۰ ایالتونو د سپټمبر د یوولسمې قربانیانو ته د افغانستان د شتمنیو د ورکړې غوښتنه وکړه

د آیوا ایالت د لویې څارنوالۍ دفتر ویلي، دغو ایالتونو سترې محکمې ته په وړاندې کړي غوښتنلیک(عریضه) کې د بریدونو د قربانیانو او د هغوی د کورنیو ملاتړ کړی؛ هغو کسانو، چې د امریکا په فدرالي محکمو کې یې د غرامت د ترلاسه کولو حکمونه ترلاسه کړي دي.

Published

on

 

د امریکا د ۳۰ ایالتونو څارنوالانو د دې هېواد له سترې محکمې غوښتي، چې د افغانستان بانک د شاوخوا ۳.۵ میلیارډ کنګل شویو ډالرو قضیه وڅېړي؛ دا هغه شتمني ده، چې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو قربانیان او د قربانیانو کورنۍ یې د غرامت لپاره غواړي.

د آیوا ایالت د لویې څارنوالۍ دفتر ویلي، دغو ایالتونو سترې محکمې ته په وړاندې کړي غوښتنلیک(عریضه) کې د بریدونو د قربانیانو او د هغوی د کورنیو ملاتړ کړی؛ هغو کسانو، چې د امریکا په فدرالي محکمو کې یې د غرامت د ترلاسه کولو حکمونه ترلاسه کړي دي.

د دغه دفتر د څرګندونو له مخې، دغو کسانو له کلونو قضايي هڅو وروسته په ټوله کې د نږدې ۱۷ میلیارډ ډالرو غرامت د ترلاسه کولو حکمونه ترلاسه کړي؛ خو د امریکا د استیناف د دوه‌یمې حوزې محکمې حکم کړی، چې د افغانستان بانک شاوخوا ۳.۵ میلیارډ ډالر شتمنۍ د غرامت د ورکړې لپاره نه‌شي کارېدلی.

دغه شتمنۍ د ۲۰۲۱ز.کال په اګست کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا سره سم د امریکا د خزانې وزارت له‌خوا کنګل شوې دي. د امریکا حکومت وروسته د شاوخوا ۷ میلیارډ کنګل شویو ډالرو له نیمایي؛ یعنې ۳.۵ میلیارډ ډالرو څخه د افغان فنډ د جوړولو پرېکړه وکړه.

د امریکا د ایالتونو لوی څارنوالان استدلال کوي، چې د دغه هېواد قوانین د دغو شتمنیو د کارولو اجازه ورکوي.

د آیوا ایالت لویې څارنوالې برینا بِرډ ویلي؛ د بریدونو قربانیانو او د هغوی کورنیو د امریکا د قضايي نظام له لارې د عدالت او غرامت لپاره هڅې کړې دي او باید هغو پیسو ته لاسرسی ولري، چې محکمو ورته د غرامت په توګه ټاکلې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل د افغانستان بانک د شتمنیو د بېرته آزادولو غوښتنه کړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره مرستې ته چمتووالی لرو- روسیه

کابلوف د افغانستان په اړه د« مسکو فارمټ» له غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي، د کابل او اسلام‌‌آباد ترمنځ د اختلافونو له کبله د غونډې په پای کې هیڅ وروستی سند خپور نه‌شو.

Published

on

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، مسکو چمتو دی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د دواړو خواوو پر غوښتنه؛ مرسته وکړي.

کابلوف د افغانستان په اړه د« مسکو فارمټ» له غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي، د کابل او اسلام‌‌آباد ترمنځ د اختلافونو له کبله د غونډې په پای کې هیڅ وروستی سند خپور نه‌شو.

هغه زیاته کړې، ټولو ګډونوالو له دواړو خواوو پرته له استثنا غوښتي، چې د یو بل پر وړاندې له پوځي اقدامه ډډه وکړي؛ ځکه، چې په داسې شخړو کې تر ټولو مخکې ملکي وګړي زیانمن کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د لیدني پر مهال د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او سیمه‌ییزو بدلونونو خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ایران د هرات – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ، کانونو او برښنا په برخو کې همکاریو ته چمتووالی څرګند کړ

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دې وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم د ایران بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مرستیال حمید قنبري سره لیدلي او پر دوه‌اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او له شته فرصتونو څخه غوره ګټه اخیستنې خبرې شوې دي.

Published

on

 

د افغانستان او ایران چارواکو د اقتصادي، سیاسي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي او تهران د سترو بنسټیزو او پراختیايي پروژو تر څنګ د هرات– مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د جوړولو په پروژه کې د همکاریو چمتووالی څرګند کړی دی.  

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دې وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم د ایران بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مرستیال حمید قنبري سره لیدلي او پر دوه‌اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او له شته فرصتونو څخه غوره ګټه اخیستنې خبرې شوې دي.

دواړو لوریو په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو، د ویزو د ورکړې د بهیر د آسانتیا او د کډوالو اړوند موضوعاتو په برخه کې د ګډو همکاریو د زیاتولو پر لارو چارو هم خبرې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ حمید قنبري ویلي، چې ایران چمتو دی له افغانستان سره د هرات– مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د جوړولو، کانونو د استخراج او برښنا د تولید په برخو کې همکاري وکړي.

محمد نعیم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا مهمه بللې او په دې برخه کې یې پر ګډو هڅو او همکاریو ټینګار کړی دی.

په کابل کې د ایران سفارت هم ویلي، چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا،تر څنګ د بنسټونو د پراختیا او پیاوړتیا پر ګډون د هرات– مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د جوړولو په اړه خبرې او نظرونه وړاندې کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!