تازه خبرونه
آی سي آرسي په افغانستان کې د هڅو له ډېرولو ډاډ څرګند کړ
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیتې د پلاوي مشر الوی فیلیون د سې شنبې پر ورځ د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره په لیدنه کې د هڅو له ډېرولو او غزولو ډاډ څرګند کړ.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې فیلیون په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیتې د هڅو او فعالیتونو په اړه په خپلو څرګندونو کې ویلي، دا بنسټ له اوکراین وروسته په افغانستان کې دوه یم ستر عملیات ترسره کوي.
فیلیون ویلي، چې روغتونونو، طبي بنسټونو او زندانونو ته پر خدماتو وړاندې کولو سربېره دوی د اوبو او انرژۍ، کرنې او بشري مرستو په اړه هم د خپلو هڅو او فعالیتونو د پراخولو په لټه کې دي.
دغه راز د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د آی سي آر سي د مرستو د مننې ترڅنګ له افغان ولس سره یې په هېواد کې د اقتصادي ننګونو تر حل پورې د مرستو غزولو غوښتنه هم وکړه.
دغه راز ستانکزي ډاډ څرګند کړ؛ د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، چې د سره صلیب نړیوالې کمیتې د فعالیت لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.